1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانگ کانگ کې مظاهرې دوام لري

بریښنا صابر (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۹, چهارشنبه

د هانگ کانگ د دیموکراسۍ غورځنگ په چین کې د عمومي رخصتۍ په ورځ د ډله ییزو مظاهرو له ترسره کولو سره غواړي د آزادو ټاکنو له پاره پر خپلې غوښتنې باندې ټینگار وکړي. گڼ شمیر پولیس د تیارسۍ په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/1DO8s
انځور: Reuters/Carlos Barria

په باران کې ټوله شپه تر دریدو وروسته د مظاهرو ځوانو گډونوالو سهار وختي د ښار «طلايي باوهینیه څلور لاري» ته ځانونه ورسول. دغلته د یوه محفل په ترڅ کې ۶۵ کاله د مخه د چین د خلکو د جمهوریت د بنسټ ایښوولو یاد د چین د بیرغ له پورته کولو سره ترسره شو.

مظاهره کوونکو د ملي ورځې په لمانځنه کې گډون و نه کړ

په داسې حال کې چې د هانگ کانگ حکومتي مشر لیونگ چون ینگ، له راغلو میلمو سره دغه ورځ لمانځله خو د بیرغ د لوړو رسمي محفل د دیموکراسي پلوه مظاهره کوونکو له خوا د چوپتیا په غوره کولو سره ترسره شو.

د دیموکراسي پلوه غورځنگ مشر یوشوا وونگ، او نورو مظاهره کوونکو د خپل احتجاج د ښکاره کولو په توگه د چین او هانگ کانگ د بیرغونو د لوړولو محفل ته شا اړولې وه او د چوپتیا په غوره کولو سره یې خپل لاسونه په سرونو ایښي ول.

د پولیسو پر پراخ حضور سربیره د هانگ کانگ د تیرې شپې (د چهارشنبې شپه، د اکتوبر میاشتې لومړۍ نیټه) احتجاج بیا هم په سوله ییزه توگه تر سره شو. خو د سخت باران له امله د احتجاج کوونکو شمیر یو څه کم شوې وو. د چهار شنبې په ورځ چې عمومي رخصتي هم ده، یو وار بیا د زروهاو مظاهره کوونکو د راټولیدو انتظار کیږي.

په هانکانگ کې د دیموکراسي له پاره مظاهرې
په هانکانگ کې د دیموکراسي له پاره مظاهرېانځور: Reuters/Tyrone Siu

لیونگ د مظاهرو د ختمیدو غوښتنه وکړه

لیونگ د سه شنبې په ورځ د دندې څخه گوښه کیدل رد کړل او د ده په خبره د «غیر قانوني» احتجاج د ختمولو غوښتنه یې کړې وه. لیونگ وویل: «پیکنگ به د محدودې دیموکراسۍ له پاره خپل پلانونه بیرته وا نه خلي.»

په هانگ کانگ کې روانې مظاهرې، په ۱۹۹۷ کال کې چین ته د بریتانیې د دې پخوانۍ مستعمرې د بیرته ورکولو راهیسې تر ټولو ستر اعتراضونه دي. دغه احتجاجونه د پيکنگ له خوا د ټاکنو په پروسه کې د اصلاحاتو د ردولو پر خلاف ترسره کیږي. که څه هم چې دغلته به ولس په ۲۰۱۷ کال کې په مستقیمه توگه د نوي حکومتي مشر د انتخابولو حق ولري خو د پیکنگ مرکزي حکومت په پام کې لري چې د دغه ټاکنو له پاره د خپلې خوښې کاندیدان ور وپیژني څو په هانگ کانگ کې د دوي نفوذ ډاډمن شي. په دې توگه په عملي ډول د یوه داسې کاندید واک ته رسیدل امکان نه لري چې پر حکومت نیوکه لري.

په هانگ کانگ کې د مظاهرو دوام

د هانگ کانگ د محصلینو د ټولنې مشر الیکس چوو، تر پنجشنبې ورځې پورې د حکومت له خوا د مظاهره کوونکو د غوښتنو د نه منلو په صورت کې، د احتجاجونو د پراخیدو څخه خبردارۍ ورکړ.

په عین حال کې به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د چهارشنبې په ورځ له خپل چینایي سیال سره د هانگ کانگ د مظاهرو په اړه خبرې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب