1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د استازو يوه ډله له افغانستان سره مرستي څېړي

حسين سيرت/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

په کابل کې د چین سفیر وایې چې یو چينايي استازي افغانستان ته سفر کړی دی، څو د چین د دوه میلیارده ین مرستي د مصروفولو پر ډول له افغان چارواکو سره خبري وکړي. ولسمشر غنې خپل لومړی سفر چین ته کړی وو.

https://p.dw.com/p/1F8wS
انځور: DW/H. Sirat

ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې چین ته سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ د چین حکومت له افغانستان سره د دوه میلیارده ین(د چین پولي واحد)چې شاوخوا ۳۸۰ میلیونه ډالره کیږي بلاعوضې مرسته ژمنه وکړه. افغان حکومت هیله لري چې د لویدیځ د مرستو له کمیدو سره به د چین په مرستو او پانگوني سره په افغانستان کې د پانگوني تشه ډکه کړي.

په افغانستان کې د چین سفیر دینگ زیجون د چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۴ کال د وري میاشتې ۲۶) په کابل پوهنتون کې د چینائي ژبې له ډیپارټمنټ سره د دغه هیواد د تخنیکي مرستو په اړه د جوړ شوو مراسمو په ترڅ کې د دویچه ویله خبریال ته وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختگ ملاتړ ته ژمن دی.

زیجون وویل چې د چین مرستې به په هغو برخو کې ولگول شي چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري: «دغه مرستې په اساسي ډول پر هغو پروژو تمرکز کوي چې خلک ورته لیوالتیا لري. لکه ښوونه او روزنه، د روغتونونو جوړول، کرهڼه، او د انساني ظرفیت لوړول.»

د افغانستان ثبات د چین ثبات دي

چین له افغانستان سره گډه پوله لري او د خپل هیواد د اقتصادي پرمختگ له امله په سیمه کې په یو اغېزمن هیواد بدل شوی دی. افغانستان تمه لري چې چین دي په افغانستان کې پراخه پانگونه او د سولي په پروسه کې له افغانانو سره همکاري وکړي. د چین سفیر وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د ثبات د ټنگښت له پاره کوښښ کوي: «چین به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. زموږ هیواد به په افغانستان کې د سولي او بیارغاوني پروسې ملاتړ وکړي».

دغه چنائې چارواکي وویل چې د افغانستان ثبات په مستقیم ډول د چین له ثبات سره مرسته کوي له همدې امله د افغانستان ثبات د دوی له پاره ډیر ارزښت لري.

د لا ډیرو مرستو هیله

د چین سفیر زیاته کړه ټاکل شوې ده چې ۳۰۰۰ افغانان ته د چینائې متخصصانو له خوا په مختلفو برخو کې مسلکي زده کړي ورکړل شي. همدارنگه د چین حکومت به د ۵۰۰ محصلینو له پاره تحصیلي بورسونه برابر کړي.

زیجون وویل ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کې د سوداگرو او پانگوالو یو استازی هم افغانستان ته سفر وکړي، څو په دغه هیواد کې د پانگوني شرايط و ارزوي.

افغان چارواکي هم وایې چې له چین څخه ډیري هیلي لري. په چین کې د افغانستان پخواني سفیر سلطان احمد بهین د دغو مراسمو په څنډه کې وویل: «افغان حکومت وړاندیز کړی دی او چین دغه وړاندیز منلی دی، څو له چین څخه د پراختيا او اصلاحاتو کمېسیون د ارزیابۍ له پاره افغانستان ته یو استازی سفر وکړي او له خپلو افغاني سیالانو سره همکاري وکړي. موږ خپلې طرحې وایو، چې عمدتاً د اوبو، انرژۍ، زراعت، کانونو او کور جوړوني په برخو کې به وي».

د افغانستان دولتي چارواکي وایې چې چین ته د افغانستان له خوا وړانديز شوي طرحې زیربنائې او لوی دي او د داسې پروژو تطبیق له بلاعوضه مرستو سره ممکن نه دی. ښاغلې بهین وایې چې د دغو پروژو د تطبیق له پاره باید پور واخیستل شي.

چین په افغانستان کې په فرهنگي برخه کې هم فعال دی. دغه هیواد د کابل پوهنتون د چینائې ژبې د ډیپارټمنټ له پاره یوه ډیره ښکلې ودانۍ جوړه کړې ده. په دغه ډيپارتمنت کې درې تنه چینائې پروفیسران درس ورکوي او په سوونو محصلین د چینائې ژبې پر زده کړه بوخت دي.

په دې وروستیو کې په ۷ دورو کې تر۲۰۰ ډیر محصلین د چنائې ژبې له ډیپارټمنټ څخه فارغ شوي دي، چې د هغو له جملې څخه ۱۰۰ تنو یې د چین تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې ده چې چین به په افغانستان کې لوی پروژې پر مخ بوزي. دغه هیواد د مس عینک تړون گټونکی او د آمو سیند د نفتي حوزې د نفتو په استخراج کې د پام وړ ونډه لري.

چينايي استازي له افغان محصلانو سره
چينايي استازي له افغان محصلانو سرهانځور: DW/H. Sirat
په کابل کي د چين سفير دينگ زيجون
په کابل کي د چين سفير دينگ زيجونانځور: DW/H. Sirat