1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د چين اقتصاد بايد کرار کرار وده وکړي»

dpa,rtr۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د چين لومړي وزير لي کېقيانګ، ولسي کنګرې ته خپل کلنی راپور وړاندي کړ. هغه وويل چي د اقتصادي ودي کچه به د تېر کال په پرتله لږ وي. هغه پر اداري فساد او تربورپالني باندي سخت انتقادونه وکړل.

https://p.dw.com/p/1ElFZ
انځور: Reuters

د چين لومړي وزير لي کېقيانګ، د ولسي کنګرې سږنۍ غونډي ته د وینا پر وخت وويل چي د روان ميلادي کال له پاره د چين د اقتصادي ودي کچه به «تقريبا ۷ سلنه» وي. دا په داسي حال کي ده چي د چين حکومت په ۲۰۱۴م کال ۷،۵ سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه خو دغه وده ۷،۴ سلنه ثابته سوه.

لومړي وزير وويل چي د نړۍ دوهم اقتصادي قدرت چين له پاره نوره دا ډېره مشکله سوې ده چي د اقتصادي ودي کچه ثابته وساتي. هغه دا څرګندونې د پېکنګ په ستر ولسي تالار کي و تقريباً ۳۰۰۰ استازو ته د وينا پر وخت وکړې.

لومړي وزير وويل چي «۷ سلنه» اقتصادي وده هغه اړینه او ممکنه اندازه ده. هغه ۲۰۱۵م کال په دې تړاو يو «حساس کال» وباله.

نظامي مصارف به ۱۰،۱ سلنه زيات سي

له هغه سره سره چي د چين د اقتصادي ودي کچه کمه اټکل سوې ده، د دغه هيواد د پوځ مصارف نه دي لږ سوي. دا په داسي حال کي ده چي د چين د پوځ مصارف د اقتصادي ودي له سلني سره تړلي وي.

د پوځ سږني مصارف تقريباً ۱۶۵ ميليارده ډالره پلان سوي دي. تېر کال دغه هيواد د خپلو پوځي مصارفو په کچه کي ۱۲،۲ سلنه خو سږ کال يې ۱۰،۱ سلنه ډېرښت راوستلی دی.

د چين هغه ګاونډي هيوادونه چي د سيمو او ټاپوګانو د ملکيت پر سر له دغه هيواد سره لانجې لري، د چين د پوځي مصارفو لوړېدو ته په تنقيدي نظر ګوري او اندېښمن دي.

د اختلاس وېرونکي پيښي

د چين لومړي وزير په ښکاره سره په خپل هيواد کي د اختلاس، اداري فساد، تربورپالني او چاپيريال له ککړتيا څخه شکايت وکړ. هغه وويل چي ځیني اصلاحات او اقدامات په سمه توګه نه دي پلي سوي: «لږ حکومتي چارواکي غېرمسؤلانه چلن کوي.» د هغه په وينا د اختلاس ځيني وېرونکي پيښي سوي دي. لومړي وزير وويل، يو شمېر چارواکي خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي.

لي کېقيانګ په خپله وينا کي د هيواد په تړاو هراړخيز راپور وړاندي کړ. هغه د خپلې وينا په آخر کي وويل چي «د سولي په وختونو کي بايد موږ د ګواښونو په هکله فکر وکړو، او د ثبات په وختونو کي بايد چي له ګډوډيو او بې ثباتيو څخه ځان وساتو.»

لومړي وزير پر روغتيايي چارو، د اپارتمانونو پر جوړونې، تعليم و تربيې، د معاشونو پر موضوع او د غذا د امنيت په پر موضوعاتو هم خبري وکړې. هغه وويل چي د چاپيريال ککړتيا يوه لويه لانجه ده او دغي لانجې د انسانانو د ژوند معيار ته زيان اړولی دی.

د چين ولسي کنګره هر کال په مارچ مياشت کي دايريږي او پکښي د دغه کنګرې ټول استازي ګډون کوي. دغه استازي په مستقيمه توګه د ولس له خوا نه ټاکل کيږي، بلکي د ولايتونو او سيميزو کنګرو له خوا د پنځو کالو له پاره پيکينګ ته رالېږل کيږي.