1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور د بريد په تړاو ۵ تنه په افغانستان کي نيول سوي

dpa۱۳۹۳ دی ۲۶, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې پنځه تنه هغه کسان نیول شوي دي چې گومان کیږي په پيښور کې پر یو ښونځي باندي يې په خونړي برید کې لاس لاره. په دغه برید کې ۱۳۵ تنه زده کوونکي ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1ELXI
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان یوه امنیتي چارواکي دغه رپوټ تصدیق کړی دی او ويلي يې دي، چې دغه پنځه تنه اوس تر پوښتنو گروېږنو لاندي دي. یوه پاکستاني چارواکي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه مشکوک کسان وروسته له هغې ونیول شول چې د افغانستان حکومت ته د پاکستان له خوا ځیني معلومات ورکړل شول. په رپوټ کې د افغان او پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوي دي چې دغه کسان به په راتلونکو ورځو کې «وسپارل شي.»

د تيرکال د دسمبر مياشتي پر ۱۶ نېټه ۷ تنه پاکستاني طالبان په پيښور کې د پاکستان د پوځ یوه ښونځي ته ننوتل او نزدې ۱۵۰ تنه ېې وژل چې ډير يې د ښونځي زده کوونکي ول.

پاکستاني او افغان چارواکو وویل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر تیره اونۍ کابل ته تللی وو او ویل شوي دي چې د افغانستان له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره يې ولیدل او د دغو مشکوکو کسانو د نيولو او تسلیمولو په هکله يې خبري کړي دي.

په اسلام آباد کې د پالیسي د مطالعاتو په انستیتوت کې د امنیتي چارو څیړونکي، عرفان شهزاد وویل چې د تروریستي فعالیتونو پر ضد مبارزه کې د افغانستان د همکارۍ دغه نوې هڅه په حقیقت کې د «سپتمبر د ۱۱ تر پيښي وروسته د ترهگرۍ د ریښو د له مینځه وړلو په مقصد په اول وار د پاکستان د جدیت ښکارندوی دی.»

په امنیتی برخو کې د کابل او اسلام آباد نوي همکارۍ

شهزاد د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ باید انتظار وباسو چې دغه نوې هڅه د سیمې پر راتلونکي باندي څه اغیزه کوي. خو سر له دې هم دا ظاهرا یوه ډيره مهمه نښانه ده.»

په عین وخت کې د افغانستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي وویل چې د پيښور د حملې د مشکوکو او د پکتیکا د واليبال لوبې پر نندارچیانو برید د مشکوکو عاملینو د تبادلې په هکله خبري رواني دي.

په پکتيکا کې د ځانمرگي برید په نتیجه کې نزدې۵۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې د والیبال د یوې سیالۍ نندارې ته راغلي ول.

د افغانستان استخباراتي ادارې د دغې حملې مسئولیت پر حقاني ترهگري شبکې باندي اچولی دی. ویل کیږي چې دغه ډله په پاکستان کې مقر لري او له طالبانو سره نژدې همکاره ډله گڼله کیږي.