1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوځيانو پر ځای دي له افغانستان سره د پيسو مرسته وسي

وصلت حصرت نظيمي۱۳۹۳ آذر ۱۴, جمعه

د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یوازي نه پریښوول کیږي. د دې په بدل ولسمشر اشرف غني نړيوالي ټولني ته خپل د اصلاحاتو پروگرام وړاندی کړ.

https://p.dw.com/p/1DzrM
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم نړیواله ټولنه له دغه هيواد سره ولاړه ده. دغه ژمنه د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو د لندن په نړیوال کنفرانس کې وکړه. ټاکل شوې ده چې یووار بیا هم له افغانستان سره په میلیونونو يورو مرسته وشي.

د افغانستان تازه ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د دغو مالي مرستو په بدل کې ډاډ ورکړ چې د فساد پر ضد به مبارزه کوې او سیاسي اصلاحات به رامنځته کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په خپله وینا کې ډاډ ورکړ چې یوازي افغانستان له دغو اقداماتو څخه گټه نه اخلي. کري زیاته کړه: «یو سوله ییز او باثباته افغانستان چې له گاونډیو سره ښې اړیکي ولري زموږ د ټولو په گټه دی». نوموړي زیاته کړه چې افغانستان، هندوستان او پاکستان کیدای شي په سیمه کې یو اقتصادي قدرت وگرځي.

په بهرنیو مرستو پوري تړاو

په ۲۰۱۰م کال کې د لندن تر کنفرانس وروسته چې په هغه کې د ناټو د جنگي عملیاتو پای ته رسیدو او افغان ځواکون ته د امنیتي مسئولیت سپارل کیدو پریکړه شوې وه، اوس افغان ولسمشر د بریتانيا له لومړي وزیر دیوید کیمرون او د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیرې سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د لویدیځوالو پر نقش بحث وکړ. د بحث اصلي موضوع د افغان پوځ او پولیسو د روزني مسئله وه.

تر ۲۰۱۷م کاله پورې نزدې ۱۲ زره بهرنیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزني له پاره په افغانستان کې باقي پاته کیږي. د بریتانيا لومړي وزیر وویل چې هیواد به یې افغان افسرانو ته روزنه ورکړي. کیمررون زیاته کړه: «موږ داسې په سادگۍ سره نه وزو. دا کار نه یوازي د افغانستان له پاره، بلکي دا موږ ټولو ته ډیر ارزښت لري.»

د لندن کنفرانس په تعقیب په ۲۰۱۲م کال کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو یو بل کنفرانس په توکیو کې جوړ شو. د توکیو په کنفرانس کې هم افغانستان د تجویز شوو اصلاحاتو په بدل کې د میلیاردونو يورو ژمنه ترلاسه کړه. تر نن ورځې پوري د افغانستان د بودیجې ۹۰ سلنه د بهرنیو مرستو څخه تمویلیږي.

له همدې امله د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند، د غونډي په پیل کې له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو غوښتنه وکړه، خو په عین وخت کې هغه په دې برخه کې افغانان هم خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل. هاموند زیاته کړه: «خلک او د افغانستان حکومت باید دا ثابته کړي چې څرنگه کولای شي د مرسته کوونکو هیوادونو د مالیاتو له پیسو څخه په معقوله توگه استفاده وکړي».

د افغان حکومت د اصلاحاتو طرحه

په عین وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د راتلونکي په هکله خپل نظر مطرح کړ. د افغان حکومت د اصلاحاتو په دې طرحه کې د راتلونکو کلونو پروگرامونه تدوین شوې دي. د اصلاحاتو د طرحې مرکزي مسایل عبارت ول د اداري فساد پر ضد مبارزه، د بشري حقونو ساته او په ټولنه کې د ښځو رول پیاوړی کول.

اشرف غني تر ټولو په لومړي سر کې د نړیوال بانک د پخواني کارکوونکي، ماليې وزیر او یو اقتصاد پوه په توگه پر اقتصادي ارقامو تمرکز وکړ. سربیره پر دې هغه غواړي چې خصوصي سکتور پر حرکت راولي څو پانگوال وهڅوې او خلکو ته کارځایونه رامنځته کړي.