1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليو واکسين د نه کولو په تور کسان نيول سوي

dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۱, دوشنبه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۵۰۰ کسان د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته ونیول شول چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو یا گوزڼ واکسین کولو څخه ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/1Ejtt
انځور: picture alliance/AA

دا لومړی وار دی چې پاکستاني چارواکي دغه شان اقدام کوي. تیر کال په دې هیواد کې د پولیو د ناروغۍ د پېښو زیاتیدو په اړه اندیښنې ډیر شوې. د دې ناروغۍ له کبله د یو شمیر وگړو پر سفر کولو باندي هم محدودیتونه وضع شول.

د سیمه ییزې ادارې مشر زیاض مسود، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه کسان په پیښور ښار او هغه ته په نزدو پرتو نورو سیمو کې له هغه وروسته نیول شوي دي چې د پولیو د واکسین یو درې ورځنی کمپاین پیل شو.

محسود د ویلي دي: «موږ ټول هغه والدین او مشران نیولي دي چې خپلو ماشومانو ته یې له واکسین کولو څخه ډډه وکړه.»

له بلې خوا په اسلام آباد کې د روغتیا وزیر سیاره افضل تارړ، ټینگار کړی دی چې تر دې وروسته د پولیو واکسین د نه کولو پر وړاندي زغم نه شته.

پاکستان په ۲۰۱۴م کال کې د پولیو ۳۰۳ پيښي ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳م کال کې په دغه هیواد کې د پوليو ۹۳ پیښې ثبت شوي وې.

په پاکستان کې د پولیو۹۰ سلنه قربانیان له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې ثبت شوي دي. په دغو سیمو کې طالبان او له القاعدې سره تړلي ډلي فعالیت لري، چې پر روغتیایي کارکوونکي باندي کله نا کله بریدونه کوي.

تر دې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان پر ټولو هغو پاکستانیانو باندي د پولیو واکسین الازمي کړی وو چې غواړي له دې هیواد څخه بهر سفر وکړي.

د پولیو ناروغي اوس یوازي په پاکستان، افغانستان او ناجیریا کې موجوده ده او په نورو هیوادونو کې له منځه تللې ده. په پاکستان کې ډیر وخت یاغیان د دې ناروغۍ پر ضد د واکسین مخه نیسي ځکه هغوی روغتیایي کارکوونکي د دولت مخبران بولي.