1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنجوايي پېښي د تورن سرتيري استماعيه غونډه

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه

په پام کي ده چي نن د هغه امریکايي سرتيري استماعيه غونډه پيل سي، چي په پنجوايي ولسوالۍ کي ئې ۱۶ تنه ملکي افغانان ووژل. اړوند چارواکي غواړي چي دا برسي کي چي ايا د محکمې د تر سره کولو له پاره کافي اسناد سته که څنگه.

https://p.dw.com/p/16coX
FILE - In this Aug. 23, 2011 Defense Video & Imagery Distribution System photo, soldiers from Blackhorse Company, 2nd Battalion, 3rd Infantry Regiment, 3rd Stryker Brigade Combat Team, 2nd Infantry Division, including Staff Sgt. Robert Bales, left, take part in exercise at the National Training Center at Fort Irwin, Calif. Bales boasted of being one of the good guys, a proud patriot who enlisted in the army just two months after the Sept. 11, 2001, terrorist attacks and engaged in some of the fiercest fighting in Iraq. But the gung-ho military volunteer had a darker, more troubled and contradictory side - which surfaced over and over during his sometimes turbulent life. The 38-year-old Army staff sergeant is accused of killing 16 Afghans, including nine children in March 2012. (Foto:DVIDS, Spc. Ryan Hallock/AP/dapd).
Robert Balesانځور: AP

امريکايي سرتيری روبرت بيلس، چي د عراق او افغانستان په جگړو کي ئې ونډه اخيسې ده په دې تورن دئ، چي د روان کال د مارچ په مياشت کي ېې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي له خپلي پوځي اډې وتلی دئ او په دوو کليو کي ئې پر ملکي وگړو باندي ډزي کړي دي.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دغه خونړۍ پيښه چي ډيری قربانيان ئې ښځي او کوچنيان ول د وينتام تر جگړې وروسته د امریکايي ځواکونو له خوا خونړۍ پيښه بلل سوې ده او د دې سبب سول چي د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي زيانمني کړي.

بيلس د پوځي دندې پر مهال د ۱۶ تنو ملکي کسانو په وژنه، ۶ واري د قتل تلاښ، او الکولي موادو په کارولو تورن دئ.

که چيري پر دغه امريکايي سرتيري باندي دغه تورونه ثابت سي کيدای سي، چي هغه د اعدام په سزا محکوم سي.

دغه استماعيه غونډه چي په واشنگټن کي په يوه پوځي اډه کي جوړيږي، امکان لري چي دوې اوونۍ دوام وکړي. په دغه غونډه کي به د پېښي عيني شاهدان چي د کلي اوسېدونکي او افغان سرتيري دي په ژوندۍ بڼه د ويديو له لاري گډون وکړي.

په دغه غونډه کي به پخپله بېلس هم حاضر وي خو ويل کيږي، چي هغه به پوښتنو ته جوابونه نه وايي. د دغه سرتيري غير پوځي وکيل په دې باور دئ، چي موکل ئې دغه وژني په يوازي سر نه دي تر سره کړي، او هغه په روحي ناروغۍ اخته دئ.

تر خونړۍ پېښي وروسته د پنجوايي کلي اوسېدونکي
تر خونړۍ پېښي وروسته د پنجوايي کلي اوسېدونکيانځور: dapd

د بيلس وکيل تيره مياشت رويترز خبري آژانس ته ويلي ول، چي په پلان کي ده هغه او يو پوځي څارنوال د هغو ۱۵ تنو کليوالي خلکو له جملې څخه له پنځو تنو سره خبري وکړي، چي د پيښي عيني شاهدان دي.

د روان کال د مارچ په مياشت کي دغي خونړۍ پېښي د افغانستان په جنوب کي د امریکايي اډې«لويس مک کورد» چي روبرت بيلس پکښي دنده تر سره کوله انضباطي ستونزي افشا کړې.

د دغي پوځي اډې څلور تنه سرتيري د امريکا په يوه پوځي محکمه کي پر خپلو جرمونو باندي د اعتراف په کولو سره په بند محکوم سول.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا د روان کال د اگست په مياشت کي د پوځي کارپوهانو د يوې کمېټې سرپرست وو، چي غوښتل ئې د امريکا د پوځي محاکمو سيستم برسي کړي، چي په هغه کي اصلاحاتو ته اړتيا سته که څنگه؟

وريترز/ مهرنوش انتظاري/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل