1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخواني شوروي د ۶ جمهوریتونو او اروپايي ټولنې سرمشریزه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱, جمعه

د اروپايي ټولنې مشران په لیتواا کې راټول شوي چې له شپږو ختیځ اروپایي هیوادونو سره وویني، تر څو اړیکي پیاوړې کړی شي. روسیې خبرداری ورکړی دی چې دغه غونډه باید د دوې گټو ته کوم زیان و نه رسوي.

https://p.dw.com/p/1FU4l
انځور: Reuters/I. Kalnins

د اروپایي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ د لاتویا په پلازمینه ریگا کې د اروپا د اتحادیې د ختیځ بلاک د مشارکت پروگرام په سرمشریزه کې گډون وکړ. دغه غونډه ۱۸ میاشتې وروسته له هغې یوې سرمشریزي څخه جوړیږي چې له یو لړ گډوډیو سره جوخته وو او په نتیجه کې یې په اوکراین کې روان کړکیچ رامنځ ته شو.

د دغې پروگرام یا سرمشریزي موخه دا ده چې د اروپايي ټولنې او د پخواني شوروي اتحاد له شپږو هیوادونو ارمنستان، اذربایجان، بیلا روس یا سپینه روسیه، گرجستان، مالداویا او اوکراین تر منځ اړیکي پیاوړي شي. د دغې سرمشریزې دوه ورځې تر مخه اروپایي ټولنې د اوکراین په شمول په یو شمیر هیوادونو کې د ۲۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د کوچنیو او منځنۍ سوداگریو د مرستې ډاډ ورکړ. خو د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د دغې غونډې تر مخه پر دې خبره ټينگار کړی دی چې دغه خبرې اترې د اروپایي ټولنې د لمن د پراخیدو له پاره «کوم افزار نه دی.»

انگلا مېرکل ریگا ته تر تگ دمخه د آلمان د پارلمان استازو ته وویل: «د ختیځ مشارکت د هیچا پر خلاف نه دی، په خاصه توگه د روسیی پر ضد هم نه.» مېرکل یادونه وکړه چې د پخواني شوروي اتحاد له دو جمهوریتونو سره د اروپا د اتحادېې نزدیوالې او مشارکت په سیمه کې د ماسکو له گټو سره په هیڅ سره په تنقاض که نه دی.

په دغه غونډه کې له روسیې سره اړیکي ښایي تر ټولو مهمه موضوع اوسي. د ۲۰۱۳م کال د نومبر میاشتې په سرمشریزه کې د اوکراین پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له اروپایي ټولنې سره د نزدې والې له تړون څخه ډډه وکړه او د دې پر ځای یې له روسیې سره پر نزدې اړیکو ټینگار وکړ.

تر هغې وروسته په کیف کې لاریونونه، د یانو کوویچ له واک څخه د لیرې کیدو په بیه تمام شول او له روسیې سره د کریمیا د نیمه ټاپو یو ځای کیدل په اوکراین کې د اوسني کړکیچ لامل شو چې تر اوسه یې له۶۰۰۰ څخه د زیاتو انسانانو ژوند اخیستی دی.

په ریگا کې د اوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو په خپله وینا کې وویل چې هیواد یې د اختلاس پر ضد ریښتنې مبارزې ته ژمن دی، تر څو د پانگونې له پاره فضا جوړه شي.

تر دې د مخه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف ویلي دي چې که څه هم د پخواني شوروي اتحاد د شپږو هیوادونو له اروپایي ټولنې سره د نزدې کیدو هڅه کومه «تراژیدي» نه ده خو په وینا یې د دغې غونډې پایلې باید «د روسیې فیدراسیون گټو ته کوم زیان و نه رسوي.»

خو د پولنډ پخواني لومړي وزیر او د اروپایي ټولنې د شوری اوسني مشر دونلد توسک، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرگندونې رد کړې.