1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني ځواکونو پر پوستې باندي برید شوی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۸, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستاني ځواکونو پر یوې پوستې باندي په يرغل کې شپږ یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CmIS
Pakistan Erdbeben in Awaran 25. September
انځور: picture-alliance/dpa

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «شاوخوا ۷۰ یا ۸۰ ترهگرو [د پاکستانی ځواکونو] پر پوستو باندي برید وکړ. شپږ ترهگر ووژل شول او نهه تنه نور بیا ټپیان شوي دي. یاغیانو ته دغه مرگ ژوبله د پاکستاني ځواکونو د ځوابي برید په پایله کې ور اوښتې ده.»

دغه برید په «کښته دېر» سیمه کې ترسره شوی دی چې د افغانستان پولي ته نزدې پرته ده. په وروستیو وختونو کې هغو وسله والو چې په افغانستان کې میشته دي پر پاکستاني ځواکونو باندي بریدونه کړي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ یې دیپلوماتیکو اړیکو ته تاوان رسولی دی. له بلې خوا بیا افغان حکومت پر پاکستان باندي تور لگوي چې د هغوی وسله والو مخالفانو ته یې ځای ورکړی دی. خو دغه تور تل د پاکستان له خوا رد شوی دی.

پاکستان د دغه برید پړه د تحریک طالبان پاکستان پر مشر ملا فضل الله باندي اچولې دي. ویل کیږي چې ملا فضل الله د افغانستان په نورستان ولایت کې میشت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې دغه برید غندلی دی او ویلي يې دي چې په دې اړه یې له افغان چارواکو څخه سپیناوی غوښتی دی. په بیانیه کې راغلي دي: «یو وار بیا له افغان چارواکو څخه وغوښتل شول چې داسي موثر اقدامات وکړي چې له مخې د افغانستان له خاوري پرپاکستان باندي بريدونه ودرول شي.»

اوس مهال د پاکستان پوځ په شمالي وزیریستان کې د یاغیانو پر وړاندي یو عملیات پر مخ وړي. دغه عملیات تر هغه وروسته پیل شول چې له یاغیانو سره د اسلام آباد خبري اتري کومي پایلې ته نه ورسېدلې او د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي برید وشو.

شمالي وزیرستان د پاکستاني او افغان یاغیانو اصلي پټنځای بلل کیده. امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت تر دې دمخه تل له اسلام آباد څخه غوښتل چې په دې سیمه کې عملیات پيل کړي. کارپوهان وایي اوس چې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل شوي دي ښايي یاغیان د نویو پټنځایونو په لټه کې وي.

په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پیلیدو راهیسې تر اوسه پوري تر ۵۰۰ ډیر یاغیان او ۲۷ پاکستاني عسکر وژل شوي دي. دغه شمیرې د پاکستان د پوځ له خوا خپرې شوي دي او تر اوسه پوري د کومي خپلواکې ادارې له خوا نه دي تائید شوې.

د رواني جگړې له کبله تر ۸۰۰۰۰۰ ډیرو کسانو په شمالي وزیریستان کې خپل کورونه پرې ایښي دي او ډیر یې په بنو کې د کډوالو له پاره په جوړو شویو کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې عملیات روان دي داسي اندیښنې شته چې د حقاني ډلي غړو په گډون ډیرو یاغیانو او د هغوی مشرانو دغه سیمه پرې ایښې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب