1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ په سياسي کړکېچ کي منځگړی سو

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۷, جمعه

د پاکستان د پوځ مشر په دغه هیواد کې په روان سیاسي کړکیچ کې منځگړتوب ته ملا تړلې ده. داسي انگېرل کیږي چې پر یوه ملکي حکومت باندي د نفوذ کارولو له پاره پوځ له دغو احتجاجونو څخه استفاده کولای شي.

https://p.dw.com/p/1D3Ut
انځور: picture alliance/Photoshot

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له دوو اوونیو راهیسې د دوو گوندونو په زرونو پلویانو د حکومت پرضد احتجاج پيل کړی دی. د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) گوند مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک (پي ټې اې) گوند مشر طاهر القادري، پلویان چې د پارلمان د ودانۍ د باندې احتجاج کوي، د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ د ویاند له خوا د ټویټر پر ټولنیزه شبکه په خپور شوي یوه پیغام کې ویل شوي دي چې طاهرالقادري او عمران خان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره ملاقات کړی دی.

د پوځ له مشر سره تر ملاقات وروسته عمران خان ویلي دي چې ده راحیل شریف، ته د خپل گوند دریځ په ډاگه کړی دی. هغه ویلي دي تر کومه وخته چې نواز شریف صدراعظم وي، په روڼه توگه د ټاکنیزو درغلیو ارزول امکان نه لري.

طاهر القادري هم ویلي دي چې ده د پوځ له مشر سره لیدلي دي. د هغه په وینا د پوځ له مشر سره یې په دغه ملاقات کې د لاهور په ماډل ټاون، سیمه کې د پولیسو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې د ده د گوند د وژل شوو پلویانو د قضیې د تفتیش په هکله خبري کړي دي.

د روان میلادي کال د جون میاشتې پر ۱۷مه نېټه د پاکستان د لاهور په ماډل ټاون سیمه کې د پولیسو او د طاهرالقادري د پلویانو تر منځ آخ و ډب رامنځ ته شو. د ورکړل شوو راپورونو له مخي په دغه آخ و ډب کې ۱۵ تنه ووژل شول او په لسونو نور بیا ټپیان شول.

طاهرالقادري ویلي دي که چیري د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۲۹مه) د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د هغه ورور شهباز شریف چې د پنجاب ایالتي وزیر دی، له خپلو څوکیو استعفا ور نه کړي نو په وینا یې بیا به «دما دمست قلندر» (د خلکو تر ناتوانۍ پوري ځای پر ځای غورځېدل) وي.

تر دې دمخه قادري او عمران خان اعلان کړی وو چې د پوځ مشر راحیل شریف به په دغه کړکېچ کې د منځگړي نقش ولوبوي. د پنجشنبې په ورځ طاهر القادري د دغو وژنو په هکله د څېړنو له پاره عریضه بشپړه نه وه بللې. هغه غواړي چې په دغه تفتیش کې د صدراعظم نواز شریف نوم هم شامل کړای شي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د قادري د پلویانو د وژل کیدو په تور د نواز شریف په شمول د لوړ پوړو حکومتي چارواکو پر ضد د یوې قضیې د ثبتولو امر شوی دی. خو طاهرالقادري دغه څه رد کړي ول او ویلي يې وو چې پولیسو په دغه عریضه کې د ترهگرۍ هغه تورونه نه دي شامل کړي چي دوی يې غوښتنه کوله.

طاهرالقادري د پنجشنبې په ورځ د پارلمان ودانۍ مخي ته ناستو احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل: «د پاکستان د پوځ مشر زموږ څخه په رسمي توگه غوښتي دي، که چیري هغوی [پوځ] د منځگړي یا ضامن په توگه نقش ولوبوي نو دا به د آزادۍ مارچ، له پاره د قبول وړ وي.»

د هغه په وینا پوځ د منځگړتوب له پاره ۲۴ ساعته وخت غوښتی دی. عمران خان هم د پوځ له خوا د منځگړتوب خبره کړې وه.

که څه هم دواړه احتجاجونه په رسمي توگه متحد نه دي، خو په یوه وخت د دواړو احتجاجونو تر سره کیدو یو بل ته ملاتړ ور په برخه کړی دی. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي، که چیري طاهرالقادري خپل احتجاج ختم کړي، نو ښایي د عمران خان دریځ کمزوری شي.

آژانس ليکي چي داسي يو هیواد چې درې وراي د پوځي کودتاوو شاهد دی، د سیاسي بحران په ترڅ کې يې د پوځ د مداخلې امکان گواښي.

نوازشریف د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره د پنجشنبې په ورځ ولیدل. دا په تیرو درو ورځو کې دویم وار دی چې دوی سره ویني. د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی ول چې دواړو مشرانو پر دې هوکړه کړې ده، چې درول شوي خبري اتري د هیواد د ملي گټو په پام کې نیولو سره په گړندۍ توگه حل او فصل شي.

عمران خان او طاهرالقادري ادعا کوي، چې د ۲۰۱۳م کال د می میاشتي په ترسره شوو پارلماني ټاکنو کې نواز شریف د پراخو درغلیو په پایله کې واک ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال څارونکي بیا وایي چې دغه ټاکني روڼي او عادلانه وې.