1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنيز کړکېچ د حل له پاره نوي هڅي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

د عبدالله، د ټاکنیزي ډلي له خوا د رایو د تفتیش پروسې تر پریښوولو وروسته، امريکا د دغه سیاسي کړکېچ د حلولو له پاره نوي خبري اتري پېل کړي دي. د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي کابل ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1D3Cv
انځور: Reuters

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د نړیوالو او کورنيو څارونکو په حضور کې د رایو ارزولو ته ادامه ورکړه. ملگرو ملتونو ویلي دي چې د رایو د ارزولو او باطلېدو بهیر بې له د دواړو کانديدانو له څارونکو ادامه مومي او په وینا یې د دغه بهیر د پای ته رسولو له پاره به خپلي هڅې دوه برابره ډیري کړي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر د رایو د تفتیش له بهیر سره د عبدالله عبدالله، د ټاکنیزي ډلي پریکون د تأسف وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه عمل به د رایو د ارزولو پر بهیر کوم اغېز نه وکړي. اوس د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او هم ملگري ملتونه د رایو د ارزوني او باطلېدو پروسې د گړنديتوب خبره کوي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ویاند نور محمد نور، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ ټیمونه ډیروو، څو په لنډه موده کې دغه بهیر پای ته ورسوو. له ملگرو ملتونو، ملي او نړیوالو مشاهدینو څخه د ټاکنو د کمېسیون غوښتنه دا ده چې د څارونکو شمیر دې زیات کړل شي.»

د رایو ارزونه او باطلېدل

د رایو د باطلېدو د بهیر له پېل راهیسي تر اوسه پوري د رايو د ۶۳۳۴ صندوقونو په هکله پریکړه شوې ده. د رایو د باطلیدو په لومړۍ ورځ، د ۷۲ محلونو رایې باطلي شوې، خو د ټاکنو کمېسیون نه دي ویلي چې په دوهم پړاو کې څومره شمیر رایې باطلي شوي دي.

خو نور په خپلو څرگندونو کې وویل چې د رایو شمیر د انتخاباتو له لومړنیو پایلو سره مشابه دی: «که چیري دا ضرب او تقسیم کړو، دې نتېجې ته رسیږو چې لاس ته راغلي ارقام له هغي سلني سره چې د نتایجو په لومړني اعلان کې په لاس راغلي، مشابه دي، خو د ټاکنو کمېسیون مخکې له مخکې قضاوت نه کوي.»

د کمېسیون په خبره په پام کې ده چې د رایو د نورو ۳۰۰۰ صندوقونو په هکله د جمعې په ورځ تر ماسپښین وروسته پریکړه وکړي. د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وینا، د ۶۰۰۰ صندوقونو چې په ځانگړي ډول ارزول کیږي، له جملې څخه یې ۱۴۰۲ صندوقه ارزول شوي او بیا ځلي شمیرل شوي دي.

د ویاند په وینا د ټولو رایو ۷۶،۲ سلنه ارزول شوي دي او تر ۲۲ زرو زیات صندوقونه ارزول شوي دي او یوازي ۵۴۰۰ صندوقه ارزول شوي نه دي.

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی له دواړو کانديدانو، ملگرو ملتونو او ښکیلو اړخونو سره خبري اتري وکړي او د روان کړکیچ د حل له پاره لاري چارې ومومي. تر اوسه پوري د دغو خبرو اترو د نتایجو په هکله څه نه دي ویل شوي.