1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو پایلې ښایي د یکشنبې په ورځ اعلان شي

مسعود جهش / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان شي. تر دې مخکې د دواړو نوماندانو د ټاکنیزو تیمونو غړو ویلي وو چې د ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سره یوې موافقې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1DG9x
انځور: DW

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوې چې دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو په کې د بریا ادعاوې وکړې.

تیره اوونۍ د ملگرو ملتونو په مشري د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټولې اته میلیونه رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسید. خو لا تر اوسه پورې هم د ټاکنو پایلې اعلان شوې دي نه دي او ویل کيږي چې د دې کار اصلي لامل د دواړو نوماندانو تر منځ د یوه تړون رامنځ ته کیدل دي.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي تر خپل سیال عبدالله الله ډیرې رایې گټلې دي خو عبدالله عبدالله بیا ادعا کوي چې د هغه پر ضد پراخه درغلۍ شوې دي.