1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو پایلې به له مهال ویش سره سم اعلان شي»

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ فروردین ۳۰, شنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو له ټاکنو څخه دوه اوونۍ وروسته هم د هغې لومړني نتایج لا روښانه نه دي. د افغانستان د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونه وایي چې هغوی له پلان سره سم خپل کار ته دوام ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Bl7E
انځور: Reuters

د تیرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو د ۲۶ ولایتونو د لس سلنې شمیرل شوو رایو د یوې برخې د اعلان څخه وروسته چې کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله، په کې مخکښ ښودل شوی دی، د ټاکنو کمیسیون وویل چې د رایو د شمیرنې لړۍ روانه ده او په هغو حوزو کې چې د درغلیو او یا سرغړونو ادعاوې شوې وې، رای یې له سره شمیرل شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۱۹مه) له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې تر اوسه پورې کمیسیون توانیدلی دی چې «د رایو ۷۰ سلنه په سیستم کې داخلې کړي» تر څو د شمیرنې له پاره چمتو کړای شي.

افغانستان کې د اپریل پر پنځمه نیټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو له پاره ټاکنې وشوې. د پلان په مطابق ورکړل شوې رای په لومړي سر کې په ټاکنیزو حوزو او وروسته په کابل کې له سره شمیرل کیږي. د دغو ټاکنو په هکله د سرغړونو او شکایتونو فهرست ډیر اوږد دی.

د ټاکنو کمیسیون وویل چې د څه د پاسه ۱۰۰۰ حوزو رای باید له سره وشمیرل شي. نور محمد نور، یادونه وکړه چې کمیسیون توانیدلی چی «په ۵۰۰ محلاتو» کې رای له سره وشمیري او په نورو حوزو کې له سره شمیرل هم دوام لري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو ابتدایي پایلې به د مخکې اعلان شوي پلان له مخې د اپریل په ۲۴ مه اعلان شي که نه، نور محمد نور یوازې دومره وویل: «کمیسیون د مهال ویش سره سم خپل کار ته دوام ورکوي» او هڅه کوي چې په ټاکلې وخت د افغانستان خلک د ټاکنو له نتایجو څخه خبر کړي. هغه وویل: «د ثور/غوایي په ۲۴مه (می ۱۴مه) به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانیږي.»

پر شکایتونو باندې غور

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور وویل چې د شکایتونو د کمیسیون له خوا «۵۷۵» مرکزونه په گوته شوي دي چې «هلته باید پلټنې وشي.» هغه وویل چې په دغو مرکزونو کې د «کاندیدانو د استازو په حضور کې د رایو له سره شمیرل دوه ورځې مخکی پیل شول.» خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا روښانه نه کړه چې دغه شمیر په نوموړو ۱۰۰۰ مرکزونو کې شامل دی که نه.

په عین وخت کې د شکایتونو کمیسیون وایي چې هغه هم په خپل وار سره هغو زرونو شکایتونو باندې غور پیل کړی دی چې کمیسیون ته له مختلفو لارو رسیدلي دي. د شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني، وویل چې په ولایتونو کې «د شکایتونو ۵۲ سلنه چې الف ډول» پورې اړه لري غور او هغې ته رسیدنه شوې ده.

محسني وايي چې لومړیتوب د شکایتونو د الف کټه ګورۍ ته ورکړل شوی دی چې د ټاکنو پر نتایجو اغیزه کولای شي. هغه یادونه وکړه چې تر اوسه پورې یوازې په ۱۷ ولایتونو کې شکایتونو ته رسیدگي شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند همداشان وویل چې تر اوسه یې د شکایتونو بهیر د ټولو اړخونو له پاره د باور وړ دی. محسني هغه نیوکې بی ځایه وگڼلې چې گواکې د شکایتونو کمیسیون خپله دنده په ښه توگه نه ده تر سره کړې. دوه ورځې وړاندې د فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، له خوا د ټاکنیزو شکایتونو پر کمیسیون داسې نیوکه شوې وه چې ګواکې یاد کمیسیون د مدني ټولنو او فیفا پر وړاندې شکایتونو ته رسیدنه نه کوي او هر څه په پټه تر سره کوي.
ښاغلي محسني، وویل چې د خپل کار د بهیر او څرنگوالي په هکله یې وخت په وخت د رسنیو له لارې معلومات ورکړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دویچه ویله ته وویل که چیرې هیڅ کاندید «۵۰ جمع یو» پوره نه کړي، نو ټاکنې به د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ دوهم پړاو ته وغځول شي.