1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو لومړنۍ پایلي وځنډېدې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د شنبې په ورځ (د ثور/غوایي میاشتې ۶مه) اعلانیږي. د ټاکنو د مهال ویش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د ثور میاشتې پر څلورمه نېټه اعلان شوی وای.

https://p.dw.com/p/1BmRf
انځور: Reuters

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدایي نتایج د پاته کارونو او ټاکنیزو اسنادو د ارزوني له کبله تر ټاکل شوي نیټې دوې ورځي وروسته اعلانیږي.

خو افغانان د ټاکنو له کمېسیون څخه غواړي چې د نتایجو په اعلان کې ځنډ را نه ولي. د هغوی په وینا خلک د بې سرنوشتۍ په حالت کې ژوند کوي او ډیر کسان له بې روزگارۍ څخه کړیږي.

د عبدالصبور په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي: «نتایج باید ژر اعلان شي، ځکه چې ټول خلک ورته انتظار باسي. فعلًا هیڅ کار نشته، ټول خلک وایي چې اول ولسمشر وټاکل شي بیا کار کوو.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، ویلي ول په هغه صورت کې چې د ټاکنو پایلې وځنډیږي، نو دلایل به يې له افغانانو سره شریک کړي. لومړنۍ پایلې د ټولو اچول شوو رایو پوره سلنه رایي دي. د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته، د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د تقلب ټولو شکایتونو ته رسیدگي کوي او د هغه پایلې د ټاکنو د کمیسیون په اختیار کې ورکوي او پر دې اساس بیا د ثور میاشتې پر ۲۴مه نیټه نهایي پایلې اعلانيږي.

د ټاکنو د کمیسیون د وروستیو معلوماتو له مخې د نتایجو ۹۷ سلنه فورمې، سیستم ته داخلې کړل شوي دي.

افغان وگړي همداشان د جمهوري ریاست له کانديدانو څخه غواړي چې د ټاکنو پایلې ومني او د نه بریا په صورت کې تاوتریخوالي ته مخه نه کړي. هغوی وایي د حامد کرزي د جمهوري ریاست په ۱۲ کلنه دوره کې خلکو تر یوه حده په راحت سره ساه کښله، خرابۍ بیا ورغول شوې او خلک د کار خاوندان شول.

د عباس په نوم د کابل ښار یو بل اوسیدونکی وایي چې د افغانستان ټولو خلکو له اتو کاندیدانو څخه یوه ته خپله رایې ورکړه خو نوماندان باید دا ومني چې یوازې یو تن بریالی کیږي: «هر نوماند چې گټونکی کیږي، د افغانستان ټول خلک بریالي کیږي. کوم کانديد چې کمې رایې په لاس راوړي هغه هم بریالی دی، ځکه چې خلکو هغه ته رایې ورکړي دي. که چیري پایلې و نه منل شي، جگړه او وینه تویدنه پیل شي نو بیا د افغانستان ټول خلک او ټول نوماندان ناکامه دي.»

د بیارغاونې ادامه

د کابل ښار اوسیدونکي وایي مخکې له دې چې اوسنی نظام په خپل کار پیل وکړي، ډیري سختې ورځي او شپې یې تر شا پرې ايښي دي او هره ورځ د بدبختیو او د هیواد د ویجاړیدو شاهدان ول. د کابل ښار د کوټه سنگي یو تن اوسیدونکی محمد امان، نوې څو پوړیزه جوړ شویو عصرو ودانیو ته په اشارې سره وایي چې د جگړې پر مهال دا هر څه ویجاړ شوي ول او افغانان له خپلو کورونو څخه تیښتې ته مجبوره شوي ول.

د کابل ښار دغه اوسیدونکی چې خپله هم د جگړو پر مهال مهاجر شوی وو، له نوماندانو څخه غواړي چې په ډیر صبر او زغم سره د ټاکنو پایلې ومني او یو ځل بیا کشمکش ته زمینه برابره نه کړي. امان چې اوس تجارت کوي وایي: «د جگړو پر مهال مې تجارت نه کاوه. موږ پاکستان ته کډه شوي وو. اوس بیرته راغلي یو او کاروبار مو جوړ دی، شکر ژوند مو ښه دی. اولادونه مي ښوونځي ته ځي. ټول خوشحاله یو. موږ له کاندیدانو څخه غواړو چې تاوتریخوالي و نه کړي.»

محمد امان له کاندیدانو څخه غواړي چې د ټاکنو د پایلو په منلو سره د بیا رغاونې او د خلکو په ژوندانه کې د ښه والي د راتلو زمینې ته ادامه ورکړي.