1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۶ ولایتونو لس سلنه رایې اعلان شوې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ۲۶ ولایتونو د رایو د لس سلنې پایلې اعلان کړې. د دغو قسمي پایلو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۱،۹ سلنه، ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۷،۶ سلنه او زلمي رسول ۹،۸ سلنه رایې گټلي دي.

https://p.dw.com/p/1BhFE
انځور: DW/H.Sirat

په پام کې وه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون قسمي پایلې د شنبې پر ورځ اعلان کړي وای، خو د دغه کمیسیون مسوولانو وویل چې د تخنیکي مسایلو له کبله دغه پایلې یوه ورځ وروسته اعلان شوی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۱۳مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې دغه نتایج وروستي نه دي او د بدلیدو وړ دي: «ډاکټر صاحب عبدالله ۲۱۲۳۱۲ رایی چې د شمیرل شوو رایو ۴۱،۹ سلنه، ډاکټر اشرف غني احمدزي ۱۹۰۵۶۱ رایې چې د شمیرل شوو رایو ۳۷،۶ سلنه او زلمي رسول ۴۹۸۲۱ رایی چې د شمیرل شوو رایو ۹،۸ سلنه کیږي او هغه په دریم ځای کې قرار لري.»

د رایو د یوې برخې پایلو له مخې عبدالرب رسول سیاف د ۵،۱ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره څلورم ځای، قطب الدین هلال د ۲،۷ سلنه رایو په خپلولو سره پنځم ځای، گل آغا شیرزي د ۲،۲ رایو په ترلاسه کولو سره شپږم ځای، داوود سلطانزوی د ۰،۵ سلنه رایو سره اوم او هدایت امین ارسلا د ۰،۳ سلنه رایو په خپلولو سره په اتمه درجه کې قرار لري.

په مجموع کې د ۲۶ ولایتونو د ټولو رایو لس سلنه شمیرل شوي دي چې شمیر یې ۵۰۶۸۴۳ ته رسیږي.

بدخشان، بغلان، غور، غزني، دایکندي، پکتیا، میدان وردک او نورستان هغه ولایتونه دي، چې په لس سلنه اعلان شوو رایې کې د دغو ولایتونو رایې شاملې نه وې.

ولې ځنډ؟

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رسنیو سره ژمنه کړې وه چې قسمي پایلې به د حمل د میاشتې پر ۲۳مه نیټه چې د شنبې له ورځې سره برابره وه، اعلان کړي. خو خبریالان ټوله ورځ د دغه کمیسیون د تړلو دروازو تر شا منتظر پاتې ول. بالاخره کمیسیون اعلان وکړ چې قسمي پایلې یوه ورځ وروسته اعلانیږي.

د قسمي پایلو د اعلانولو ځنډ د خلکو او سیاسي چارو کارپوهانو تر منځ زیاتې پوښتنې راولاړې کړي دي. د فیس بوک د ټولنیزې شبکې کار کوونکو دغه ځنډ ته په غبرگون کې لیکلي وو چې د افغانستان د خلکو پر رایو باندې باید کومه معامله و نه شي.

خو ښاغلي نورستاني وویل چې د قسمي پایلو د اعلان ځنډیدل د سیاسي دلایلو له کبله نه وو، بلکې کمیسیون هڅه وکړه چې د پنځه سلنه د پایلو پر ځای لس سلنه پایلې اعلان کړي او همدغه دلیل د ځنډ سبب وو.

یو شمیر کارپوهان د کمیسیون د کمشنیرانو تر منځ د لفظي شخړې خبره کوي، خو نورستاني دغه موضوع رد کړه: «له بده مرغه چمتووالی پر وخت و نه نیول شو. د کمشنېرانو تر منځ هیڅ رنگه خبرې اترې نه وې، یوازې موږ چمتووالی نه درلود، او پر ټاکلي وخت مو چمتو نه کړای شوې، خو تیره شپه مو تر ناوخته کار وکړ او د پنځه سلنه ارقامو پر ځای مو لس سلنه ارقام چمتو کړل.»