1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي خلکو د وژنې پر ضد په کابل کي لاريون وشو

خليل الرحمن اُميد / حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مدني ټولنو له خوا په هیواد کې د ورستیو بریدونو چي په نتیجه کي یې یو گڼ شمیر ولسي خلک ووژل شول، پر ضد ېې لاریونونه وشول.

https://p.dw.com/p/1Cjc1
انځور: DW/H. Sirat

په افغانستان کې د ځانمرګو، وسله والو نښتو او هدفي بریدونو له کبله په تیره یوه میاشت کې تر بل هر وخت ډیره ملکي مرګ ژوبله اوښتې ده چې نن یکشنبه (د جولای ۲۷مه) د همدې ناخوالو پر وړاندې مدني فعالانو لاریونونه وکړل.

لاریون کونکو د دغو وژلو لپاره طالب یاغیان گرم وگڼل او د هغوی حملې يې وغندلې. سربیره پر دې لاریون کونکو د طالبانو پر وړاندي د ولسشمر حامد کرزي دریځ تر نیوکو لاندي ونیو چې وخت په وخت طالبانو ته د « ورونو» خطاب کوي. یو شعار ورکونکی غږ کاوه: « مرګ پر طالبانو، موږ طالبان او په ارګ کې ناست طالب پلوي نه غواړو.»

د لاریون کوونکو هدف په ارګ کې د ولسمشر حامد کزري له هغې خبرې څخه وو چې هر کله افغان طالبانو ته وروڼه وايي خو لاریون کوونکو بیا ویل چې «طالبان زموږ وروڼه نه بلکي دښمنان دي.»

د لاریون کوونکو غصه په غور کې د ۱۴ تنو عامو وګړو وژنې او د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ موټر بم چاودنې راپارولې وه چې شا او خوا ۸۹ تنه پکې مړه او تر سلو ډیر ټپیان شول. طالبانو په يادو دواړو پيښو کي لاس درلودل رد کړي ول.

د ښځو د حقونو يوې فعالې په دغه احتجاجي غونډه کې وویل:« زمونږ د احتجاج هدف دا دی چې مونږ هغه وحشتناکه اعمال غندو چې په تیرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول رامنځته شوې دي. د دغو پيښو په ترڅ کې ملکي خلکو ته ډیر ځاني زیان اوښتې دی، په ځانگړي توگه هغه برید کې چې په پکتیکا کې ترسره شو.»

د کابل لاريون کوونکو په همدې موخه یو پنځه ماده یز پرېکړه لیک هم خپور کړ. هغوی د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره له دولت، ملګرو ملتونو او دیني عالمانو څخه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنې یو تن غړي له پرېکړه لیکه وايي: « له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو نړیوالو ادارو څخه غواړو چې وسله وال طالبان د تروریستانو په تورو لیست کې راولي او تحریم یې کړي.»