1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنر له لارې د بې پیلوټه الوتکو پر ضد مبارزه

شمس الرحمان ناصر (شامل شمس)۱۳۹۳ فروردین ۲۴, یکشنبه

یو شمیر پاکستاني هنرمندانو له یوه ستر پوستر سره چې د ماشومانو له انځورونو جوړ شوی په یوه نوښت پیل کړی، څو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د کنترولونکو ضمیر ويښ کړي چې څرنگه د هغوی د عملیاتو په پایله کې ولسي وگړي قرباني کیږي.

https://p.dw.com/p/1Bh9A
انځور: picture-alliance/AA

له کلونو راهیسې د پاکستان پر خاوره د امریکايي بې پيلوټه الوتکو یا «ډرون» بریدونه روان دي. د ډرون پیلوټان په الوتکه کې نه، بلکې د یوه کمپیوتر تر شا ناست وي چې د لوې پردې یا «سکرین» پرمخ انسانان ورته د یوه میناتوري انځور د ټکو په توگه ښکاري. پاکستاني نقاشان غواړي دې ډول «میناتورۍ» ته بدلون ورکړي، ځکه ډیری ولسي خلک د دې بریدونو قربانیان دي.

یوه نجلۍ له خپلو تورو او غټو سترگو سره د آسمان پر لور گوري او له هغه ځای څارنه دوام لري، که څه هم اوس وضعه آرامه ده: امریکا متحده ایالاتو په پاکستان کې په مؤقتي توگه د بې پيلوټه الوتکو بریدونه درولي دي، ترڅو د اسلام آباد حکومت د تندلارو اسلامپالو ډلو له مشرانو سره د سولې خبرې اتری پر مخ یوسي. د وروستي ځل له پاره امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ۲۰۱۳ کال د دسمبر د میاشتی په ۲۶ نیټه د یوه برید په ترڅ کې درې تنه نارینه ووژل.

دغې نجلۍ هم د بې پيلوټه الوتکو په یوه برید کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي دي. اوس دغه نجلۍ د امریکايي بې پيلوټه الوتکو پر ضد د یو پیل شوي کمپاین په سمبول بدله شوې ده. دغه کمپاین د امریکايي او پاکستاني نقاشانو د یوې ډلې له خوا پر لار اچول شوې دی. دغه کمپاین «نوټ ا بیگ شپلټ» نومیږي. بگ شپلټ په انگلیسې ژبه کې هغې لکې ته وايي چې د یوې حشری د چیچلو امله پاتی شوی وي.

په تیرو کلونو کې ډیر شمیر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو سیمه ییزو سازمانونو د بې پيلوټه الوتکو پر ماموریت نیوکې کړې دي. د هغوی کمپاینونو اکثره وخت د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د «جنگي جنایتونه» او د پاکستان پر خپلواکمنۍ باندې د تیري له امله نیوکې کړي دي. د نقاشۍ د هنرمندانو دغه ډله ییزه غندنه ټولې امریکا ته متوجه نه ده، بلکې غواړي چې د هغوی له کمپاین سره په متحده ایالاتو کې هم خواخوږي رامنځ ته شي. د دې کمپاین هدف دا دی تر څو د «ډرون» کنترولونکي د خپل کرکجن کار په وخت کې یو احساس پیدا کړي او د امریکا متحده ایالاتو سیاستوال د خپل «ترهگرۍ ضد پروگرام» په هکله له سره غور وکړي.

یو له دغو نقاشانو څخه د AFPخبري آژانس ته ویلي دي: «له پورته څخه انسانان د گونگټو (یوه حشره) په څير ډیر کوچني ښکاري. موږ غواړو چې د بې پیلوټه الوتکو کنترولونکو ته وښیو چې په ریښتیني توگه انسانان څرنگه ښکاري. موږ غواړو چې د هغوی ضمیر او وجدان ويښ شي او د خواخوږۍ احساس پیدا کړي.»

اغیزمنه مداخله

واشنگټن په وار وار سره دا ډول مداخله یا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه له دې امله توجه کوي چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا پر ضد د ترهگرۍ د خطر مخه ونیول شي. تر اوسه پوری د القاعدې شبکې او طالبانو ډیر شمیر مهم مشران د بی پيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د همدې بې پيلوټه الوتکو د برید په نتیجه کې ووژل شو.

د پاکستان په کراچې ښار کې د امنیتي چارو کارپوه علي خان چشتي، دویچه ویله ته وویل: «د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په پاکستان کې یوه مهمه سیاسي موضوع ده. په پټه کې د پاکستان پوځ او چارواکي دغه بریدونه ډیر اغیزمن بولي. موږ باید له یاده ونه باسو چې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر بیت الله محسود، هغه څوک چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بهټو د وژلو مسئول وو، هم د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.»

د اسلام آباد چارواکي په رسمي ډول دغه بریدونه غندي او وايي چې دا د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا باندې تیری دی. سربیره پر دې د دغو بریدونو په پایله کې د سخت دریځه اسلامپاله جنگیالو په پرتله ملکي وگړو ته ډیره مرگ ژوبله اوړي. په واشنگټن کې د «نوې امریکا بنسټ» په نامه د یوه څیړنیز رپوټ پر بنسټ په تیرو اتو کلونو کې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په نتیجه کې د ۱۷۱۵ او ۲۶۸۰ تنو په شاوخوا کې انسانان وژل شوي دي چې ډیری يې ملکي وگړي ول.

په داسې حال کې چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد د کمپاین هنرمندان هڅه کوي چې د بریدونو قربانیانو ته یوه څیره ورکړي، دوی خپله غواړي چې ناپیژندل شوي پاتې شی. هغوی پر خپلې ډلې باندې «د پاکستان او امریکا د هنرمندانو ټولنې» نوم ایښی دی. داسې گونگوسي هم شته چې له فرانسې څخه د «سړک د غاړې هنرمندان» هم له دغه کمپاین څخه ملاتړ کوي.

د پاکستان یوی مشهورې هنرمندې فیسا، له دویچه ویله سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې دغسې پروژې باید نورې هم زیاتې شې تر څو نه یوازې د بې پیلوټه الوتکو د بریدنو پر ضد مظاهرې وشې، بلکې په عمومي توگه د هر ډول جگړی پر ضد هم.» فیسا چی له درې لسیزو را هیسې سیاسي کارتونونه کاږي وویل:

«د Noat A Big Splat کمپاین پروژه ډیره پیاوړې ده، خو هغه باید یوې ځانگړې موضوع ته محدوده نه شي. هنرمندان تل نوو فکرونو ته وده ورکوي تر څو له سولې سره مرسته وکړي.» هغه زیاتوي: «هر ځای چې په زور زیاتیو لاس پورې شي، پاکستانیان باید هنري وسایل پیدا کړي تر څو د سیاسي موضوعاتو په هکله د خپل قهر او غوسې تنده ماته کړي.» فیسا یادونه کوي: «په ټوله نړۍ کې هنرمندانو په سیاسي حرکتونو کې محوري نقش لوبولی دی. له بده مرغه پاکستان له داسې هنر څخه بې برخې دی. زموږ هنرمندان له سیاسي موضوعاتو سره لیوالتیا نه لري.»

اغیزمنه وسله

خو هر پاکستانی د «ډرون» د بریدونو مخالفت نه کوي. ډیری لیبرال پاکستانیان او ځیني کارپوهان پر دې باور دي چې دغو بریدونو په قبایلي سیمو کې د یاغایانو پنا ځایونه په اغیزمنه توگه ویجاړ کړي دي. پاکستانۍ ژورنالېسته، اشر رحمن وایی: «په پاکستان کې ډیری خلک پر دې باور دي چې د بې پيلوټه الوتکو بریدونو یاغیان مات کړي دي.» یوازې په دې بریدونو کې د ولسي خلکو مرگ ژوبلې خلک اندیښمن کړي دي. په همدې وجه د هنرمندې، فیسا په نظر په راتلونکې کې باید خلک حشرې نه بلکې انسانا وگڼل شي.