1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند يو لوړپوړی چارواکی پاکستان ته ورسېد

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

یو لوړ پوړی هندي چارواکی د سه شنبې په ورځ پاکستان ته رسېدلی، څو د نورو ترڅنگ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وویني. دا په تیرو څو میاشتو کې پاکستان ته د یوه هندي لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/1EkBF
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکی سبرمنیم جې شنکر، به په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سرتاج عزیز، سره هم وویني. هغه لا وختې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عزیر احمد چاودرې، سره ملاقات کړي دي.

دواړو چارواکو د تړلو دروازو تر شا تر خبرو دمخه، خبريالانو ته راښکاره شول او يو له بل سره يې لاسونه ورکړل.

پاکستان ته د شنکر سفر د یوې سیمه ییزي دورې برخه ده. هغه به د خپلې سفر په ترڅ کې بوتان، بنگله دیش او افغانستان ته هم ولاړ شي. خو چارواکو ویلي دي چې پاکستان ته د شنکر د سفر یو لوی هدف پر دوه اړخیزو اړیکو باندي خبري کول دي.

پاکستان او هندوستان په تیرو درو لسیزو کې درې واري یو له بل سره جگړې کړي دي. دواړو هیوادونو د تیر کال په اکتوبر میاشت کې یو پر بل باندي په کشمیر کې د فيرونو تورونه لگولي دي.

تر دې دمخه د تیر کال په اگست میاشت کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ خبرې اترې لغو کړې.

د شنکر د سفر وخت د فيبرورۍ میاشتي په وروستیو کې اعلان شو. په دې وخت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپل پاکستاني سیال نواز شریف، ته تلیفون کړی وو. هغه په دې تلیفوني اړیکه د پاکستان کرکیټ لوبډلې ته په نړیوال جام کې د بریا غوښتنه کړې وه.