1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نفتو له قاچاقه خلافت ته

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

تروريستي ډلي اسلامي دولت، د شريعت تر سيوري لاندي يو گټمن کسب و کار پيل کړی دئ. د دوی جنگياليو د اومو تيلو سيمي نيولي دي او خرڅوي ئې. خو دغه مواد څوک رانيسي؟ دوی په دغو پيسو څه کوي؟

https://p.dw.com/p/1DNSf
انځور: picture-alliance/dpa

دغه تروريستي ډله (اسلامي دولت) څرنگه تمويليږي؟

په تيرو اوونيو کي د دغي تروريستي ډلي د مالي ملاتړ په اړه داسي راپورونه ورکړل سول چي گويا د سعودي عربستان او قطر له خوا ئې په ميليونونو ډالره مالي ملاتړ کيږي. خو د دغو دواړو هيوادونو حکومتونو دغه تورونه رد کړل.

خو دغه تروريستي ډله (IS) په بې ساري ډول خپلو سرچينو ته لاس رسی لري: دوی باج اخلي، د کلتوري شتمنيو سوداگري کوي او ماليات ټولوي. خو د دوی تر ټولو ستري مالي سرچينې د تيلو خرڅلاو دئ. دغي ډلي هم په سوريې او هم په عراق کي د خامو تيلو سيمو نيولو ته زور ورکړی دئ.

په سوريه او عراق کي ئې د تيلو کومي سيمي او تاسيسات په کنترول کي دي؟

په اوس وخت کي اسلامي دولت ډله، يوازي د عراق په شمال کي د تيلو اووه کوچنۍ سيمي په کنترول کي دي. خو د تيلو دغه کوچنۍ سيمي بسنه کوي چي دغه تروريستي سازمان له مالي اړخه پر خپلو پښو ودروي. اسلامي دولت ډله د ورځي له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰۰ ډبو پوري تيل راباسي چي د اټکلونو له مخي د ورځي ۱،۲ ميليونه ډالره په لاس راوړي. دغه تروريستي ډله اوس د عراق په شمال «بيجي» سيمي کي چي د تيلو ستره سيمه دي د په لاس راوړلو له پاره جنگيږي.

د سوريې اپوزيسيون د معلوماتو له مخي اسلامي دولت ډلي، په دغه هيواد کي د تيلو نزدې ۶۰ سلنه سيمي په خپل کنترول کي راوستي دي. د دغو سيمو د تيلو د راايسلتو ورځنی برآورد ۵۰۰۰۰ ډبې دی چي د ورځي ۲ ميليونه امريکايي ډالره کيږي.

کوم هيوادونه ئې خريداران دي؟

هغه وخت چي د صدام حسين په مشرتوب د عراق رژيم ته غربي شرکتونو د تيلو په قراردادونو کي پټ کمېشنونه ورکول، په ۱۹۹۰ سليزه کي د ملگرو ملتونو له خوا څو اړخيز بنديزونه ورباندي ولگېدل. د کارپوهانو په نظر له هغه وخته د تيلو قاچاق پيل سو.

په بارسلونا کي د نړيوالو چارو له مرکز څخه يکرت ويرڅ، وايي چي د اسلامي دولت ډله کولای سي په عراق کي د تيلو د قاچاق په برخه کي جوړي سوي شبکې څخه کار واخلي. دغه شبکه د خپل توليد ډيره برخه په سيمه کي خرڅوي.

د دغو اومو تيلو ډيره برخه په درو هيوادونو عراق، ايران او ترکيې کي خرڅيږي. د دغو تيلو يوه برخه په واسطو سره د عراق د انبار ولايت له لاري اردن ته لېږل کيږي.

په سوريه کي د نفتو د تصفيې ډيري کوچنۍ کارخانې سته
په سوريه کي د نفتو د تصفيې ډيري کوچنۍ کارخانې ستهانځور: Rozh Ahmad

دغه تيل څرنگه خرڅيږي؟

تيل د پايپلاين له لاري مشتريانو ته نه رسيږي، بلکي په عمده ډول په لاريو کي انتقاليږي. د منځنی ختيځ کارپوه يکرت ويرڅ، وايي چي ياغيان اوس تيل هم تصفيه کوي او پطرول ئې په سيمه ييز بازارونو کي پلوري.

اسلامي دولت ډله په دغو پيسو څه تمويلوي؟

اوس دغه تروريستي ډله د دغو پيسو ډيره برخه د وسلو په پېرودلو او جنگياليو ته د معاشونو په ورکولو سره مصرفوي. پر دې سربيره دغي ډلي اوس په سوريه کي د خلافت جوړولو بنسټيز کارونه خپل هدف ټاکلی دئ.

د اسلامي دولت ډلي اوس لاري او ښوونځي جوړوي او په حمل و نقل کي پانگونه کوي. پر دې سربيره دغه تروريستي سازمان سيمه ييزو خلکو ته خوراکي مواد برابروي او ځينو خلکو ته پيسې ورکوي.

نړيوال څه کولای سي، څو د اسلامي دولت ډلي د پيسو په لاس راوړلو دغه لاره بنده کړي؟

د امريکا متحدو ايالاتو په مشرتوب نړيوال ائتلاف همدا اوس د اسلامي دولت ډلي هغه ځايونه بمبار کړي دي چي پيسي په لاس راوړي. اوس داسي اټکل کيږي چي دغه تروريستي ډله د ورځي يو ميليون ډبې تېل راباسي. لکه څرنگه چي د دغو تيلو ډيره برخه ترکيې ته قاچاقيږي، اوس به ترکيه د خپل سرحد کنترول نور هم ټينگ کړي.