1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نتنياهو سفر په واشنگټن کي د اختلاف سبب شوی

ننسي اسينسون۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

د اسرائیل ملاتړ د امریکا د بهرني سیاست له ستنو څخه شمیرل کیږي. خو واشنگټن ته په خپل سفر سره د اسرائیلو لومړي وزیر بېنیامین نتنېاهو له سپینې ماڼۍ سره لا تر مخه زیانمنې شوې اړیکي له یوه آزمایښت سره مخامخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EkKk
انځور: Reuters/Kevin Lamarque

په عادي توگه په واشنگټن کي د دواړو گوندونو له خوا د اسرائيلو د حکومت د مشرانو تود هرکلی کيږي. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې نتنېاهو د متحدو ایالاتو کانگرس ته وینا کوله نو هم جمهوري غوښتونکي او هم دیموکراتانو ۲۹ وارې په چکچکو سره له خپلو ځایونو څخه ولاړ شول.

خو داوار داسې بریښي چې خبره به بل ډول وي. د ديموکراتانو یو شمیر استازي اعلان کړی دی چې د سه شنبې په ورځ به کانگريس ته د نتنياهو وينا بايکاټ کړي. د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جوبایډن جنوبي امریکا ته د یوه لنډ سفر په پلمه له ښاره وتلی دی او ولسمشر بارک اوباما دا وار له نتنېاهو سره ملاقات رد کړي دي.

لانجه هغه وخت پیل شوه چې د استازو د مجلس ویاند جون بوینر، نتنېاهو ته بلنه ورکړه چې کانگرس ته «د سخت دریځه اسلام د جدي گواښ او له ایران څخه زموږ امنیت او ژوندانه ته د خطر» پر موضوع باندي وینا وکړي. بوینر چي د جمهوري غوښتونکو گوند غړی دی، د نتنېاهو د بلنې موضوع يې له سپینې ماڼۍ سره نه وه شریکه کړې.

بوینر ویلي دي چې بارک اوباما ولس ته په خپله وینا کې د اسلامي افراطیت موضوع ته لږ توجه اړولې وه. د هغه په وینا نتنياهو به په خپله وینا کې دغه تشه ډکه کړي.

«اړیکو ته زیان رسونکي»

د دیموکراتانو مشران نه یوازي د دې له پاره په غوسه دي چې ولسمشر ته یو ډول بې اعتنایي شوې، بلکي د دې له کبله هم په غوسه دي چې دغه وینا په اسرائيلو کې د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو یوازي دوې اوونۍ تر مخه کیږي. له دې کبله د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس، له «پلویتوب» څخه خبره کړې ده او دغه بلنه یې د اسرائیل او امریکا د اړیکو له پاره «زیان رسونکې» بللې ده.

ویلیم کوانت چې د متحده ایالاتو د ولسمشرانو نیکسن او کارتر د کاري دوري پر مهال د ملي امنیت شورا غړی وو، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیري دیموکراتان له دې وینا څخه واټن نیسي، پر اسرائيلو د انتقادي چلن په معنی ده او که چیري د وینا پر مهال حاضر وي نو د اوباما پر حکومت باندي به انتقاد کولو ته د یو ډول مشروعیت وربخښلو په معنی وي.»

د سي ان ان تلویزوني شبکې د یوې نظر پوښتني له مخي ۶۳ سلنه امریکایان فکر کوي چې بوینر غلط چلن کړی دی.

کانگرس ته د نتنېاهو وینا له ایران سره د اتومي خبرو اترو د یوه حساس پړاو سره برابره ده. د اوباما حکومت غواړي چې د مارچ میاشتې تر پای پورې له تهران سره د یوه چوکاټ په هکله توافق ته ورسیږي. نتنېاهو چې له ایران سره د امریکا د ښو اړیکو هڅې د اسرائیل امنیت ته گواښ گڼي، په تکراري ډول پر دغو خبرو اترو انتقاد کړی دی.

کوانت په دې نظر دی چې د سعودي عربستان او اسرائیل په شان هیوادونه له دې څخه په انديښنه کې دي چې د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته رسیدل به د امریکا متحدو ایالاتو او ایران تر منځ د همکارانه اړیکو پیل وي: «نتنېاهو د ایران د موضوع په هکله په وسواس کې دی. هغه ته دا دومره مهمه ده چې امریکا متحدو ایالاتو ته په راتگ سره غواړي هغه په یوه غیر عادي گام اخيستلو سره توجيه کړي او د خطر زنگ ووهي.»

خو ځیني په دې آند دي چې نتنياهو له سیاسي مبالغې څخه کار اخلي. په ۲۰۱۲م کال کې د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې نتنیاهو په خپله وینا کې ادعا کړې وه چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو له پاره یوازي د یوه کال مودې ته اړتیا لري.

خو داسې بریښي چې د اسرائیلو پټ استخباراتي سازمان موساد، په دې ارزونه کې له نتنياهو سره همغږی نه وي. د گارډین په نوم بریتانوۍ ورځپاڼه او د الجزیرې تلویزونه شبکې له خوا د دغه سازمان په یوه خپور شوي سند کې راغلي دي چې تهران «له له هغه هوډه وا نه وړي، چې د اتومي وسلې د تولید له پاره لازم دی.»

د اتومي مذاکراتو پر ضد د نتنېاهو کمپاین، له سپینې ماڼۍ سره اړیکې لاپسې ترینگلې کړي دي چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د استوگناځایونو د جوړولو او په تیر دوبي کې د غزې جگړې هسې هم کړکیچنې کړې وې.

د اوباما د حکومت غړي نتنېاهو گرم گڼي، چې د منتخبو استخباراتي معلوماتو په څرگندولو سره غواړي چې د تهران په مقابل کې د متحده ایالاتو دریځ کمزوری وښيي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې، سپیني ماڼۍ آن له اسرائیلو سره د معلوماتو تبادله محدوده کړې ده.

خو ډیر جمهوري غوښتونکي او یو شمیر دیموکراتان له نتنېاهو سره هم نظره دي چې د اوباما حکومت غواړي د یوه نزدې دوست په بیه له یوه دښمن سره اړیکي وغځوي. د متحدو ایالاتو د سنا مجلس استازي یو نوی قانون په پام کې لري که چیرې تر جون میاشتې له ایران سره اتومي مذاکرات کومې نتیجې ته ونه رسیږي، نو پر دغه هیواد باندې به نور بندیزونه وضع شي.

دا چې د نتنېاهو د سفر په هکله اختلاف له منځه یوړل شي، نو سناتورانو ډیانه فاینسټاین او ریچارډ ډربېن، د اسرائیلو لومړي وزیر ته له دیموکراتانو سره د یوه ملاقات بلنه ورکړه «چې له اسرائيل سره د دواړو گوندونو ډیالوگ په کانگرس کې پيل شي.»

خو نتنېاهو دغه بلنه رد کړې ده او ویلي دي چې دغسې یو ملاقات به دې آوازو ته نوره هم لمن وهي چې سفر یې د سیاسي پلویتوب انگیزه لرله. همداشان نتنياهو له جمهوري غوښتونکو او فکري بنسټونو له خوا بلني رد کړي دي.