1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نتانیاهو او امریکا تر منځ شخړې زور اخیستې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، نړیوال ستر قوتونه پر دې تورون کړي دي چې ایران ته د اتومي وسلو د جوړولو اجازه ورکوي. خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم د نتانیاهو د ادعاو ځواب ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1EiES
انځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د اسرائیلو د لومړي وزیر او امریکایي چارواکو په اړیکو کې هغه وخت ستونزې رابرسیره شوې چې نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور ولگاوه چې ایران ته یې د اتومې وسلو د جوړولو اجازه ورکړې ده. خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، بیا په دې اړه د نتانیاهو د قضاوت په اړه پوښتنې رامنځ ته کړې.

دغو څرگندونو د امریکا او اسرائیلو په اړیکو کې په داسې حال کې ستونزې په گوته کړې دي چې د پلان له مخې به نتانیاهو د راتلونکې سه شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو کانگرس ته وینا وکړي. د کانگرس ډیر شمیر دیموکرات غړو ویلي دي چې دوی به د نتانیاهو بیانیه وا نه وري ځکه چې په وینا یې هغه د سپینې ماڼۍ له خبرتیا پرته پلان شوې ده.

نتانیاهو غواړي د خپلې وینا په مرسته له ایران سره د دې هیواد د اتومي پروگرام په اړه د یوې احتمالي موافقې پر ضد مخالفتونه زیات کړي. تر دې مخکې ایراني او امریکایي چارواکو اعلان کړی وو چې د تهران د اتومي پروگرام د تنظیم په اړه یوې احتمالي موافقې ته نزدې شوې دي. له دې سره د اسرائیلو لومړي وزیر پر خپل متحد امریکا متحده ایالاتو باندې نیوکې وکړي.

نتانیاهو په اسرائیلو کې د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ خبرو ته په اشاره کولو سره وویل: «داسې ښکاري چې هغوی له خپلې ژمنې څخه گرځیدلې دي او په تدریج سره دا خبره مني چې ایران به په څو کلونو کې، دې سرحد ته ورسیږي چې د ډیر شمیر اتومي وسلو له پاره لازم مواد جوړ کړي ... هغوی دا موضوع قبلولی شي، خو زه نه غواړم چې داسې یو څه ومنم.»

د نتانیاهو وینا «مخربه» ده

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د نتانیاهو څرگندونې له ایران سره په ۲۰۱۳ کال کې یوه رامنځ ته شوي تړون ته په اشاره کولو سره رد کړې. هغه د چهارشنبې په ورځ وویل: «اسرائیل نن د پخوا په پرتله په امنیت کې دی. دا له دې کبله چې موږ له ایران سره د خبرو له لارې دغه زمینه برابره کړې ده. خو بیا هم د اسرائیلو لومړي وزیر د دغو خبرو مخالفت کړی دی.» هغه زیاته کړې ده: «د هغه [د نتانیاهو] دریځ سم نه دی.»

د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاورې سوزان رایس، په سنا کې د نتانیاهو د خبرو پلان د امریکا او اسرائیلو تر منځ د اړیکو له پاره «مخرب» وباله. د رایس او کیري څرگندونې ښيي چې د اوباما ادارې پریکړه کړې ده چې نور به له نتانیاهو سره پر خپلو ترینگلو اړیکو باندې پرده وا نه چوی.

ډیر شمیر دیموکراتانو ویلي دي چې د نتانیاهو وینا ته به غوږ و نه نیسي. یو شمیر نورو امریکایي لوړ پوړو چارواکو هم د نتانیاهو د وینا پر مهال له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر سفرونه پلان کړي دي.

ولسمشر بارک اوباما هم له نتانیاهو سره نه ویني او ویلي یې دي چې دا له دې کبله نه کوي چې په اسرائیلو کې ټاکنې ترسره کیدونکې دي او امریکايي چارواکي د هغو هیوادونو له مشرانو سره نه ویني چې په هیواد کې یې ټاکنې نزدې وي.