1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نایجیریا تاریخي ټاکنې د اپوزیسیون مشر گټلي

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

د نایجیریا د پوځ پخواني پوځي دیکتاتور د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شوی دی. محمدو بوهاري چې په ټاکنو کې یې خلکو ته د اختلاس د له منځه وړلو ژمنې کړې، د واکمن ولسمشر په پرتله دوه میلیونه زیاتې رایې گټلي دي.

https://p.dw.com/p/1F0Rc
انځور: picture-alliance/AP/J. Delay

واکمن ولسمشر گدلک جناتن د سه شنبې په ورځ په خپلې ماتې اعتراف وکړ او له دې سره یې په سولیزه توگه د قدرت د لیږدولو له پاره لاره هواره کړه، هغه څه چې په دغه هیواد کې بې سارې ښکاري.

جناتن په یوه وینا کې وویل: «هیڅ ډول لوړه غوښتنه د یوه نایجریایي له ویني څخه زیات اهمیت نه لري.» هغه یادونه وکړه: «ما په هیواد کې د آزادو او عادلانه ټاکنو له پاره ژمنه کړې وه. ما خپله ژمنه پوره کړه.»

د نایجیریا د ټولو ۳۶ ایالتونو د شمیرل شوو رایو له مخې ۷۲ کلن بوهاري ۵۵ سلنه رایې گټلي دي او د هغه سیال جنتان بیا ۴۵ سلنه رایې تر لاسه کړي دي. په دې ډول بوهاري له خپل سیال څخه ۲،۵۷ میلیونه رایې مخکې دی. بوهاري چې مسلمان دی له اټکل سره سم د نایجیریا په شمال کې چیرې چې دی ډیر نفوذ لري ډیرې رایې گټلي دي خو بوهاري په لوگاس ایالت کې چې د نایجیریا ستر اقتصادي مرکز گڼل کیږي هم بریا تر لاسه کړې ده. پر دې سربیره هغه په سویل لویدیځ کې هم له خپل سیال سره اوږه په اوږه سیالي کړې ده.

خو نوموړي څارونکي په عین کې وویل چې نوي حکومت به له سختو ننگونو سره مخامخ وی: «نوی حکومت د خلکو د قهر او غوصی نتیجه ده. لوږه، فقر، بی وزلي ، اختلاس او بیکاري، دا ټولې هغه ننکونې دي چې راتلونکی حکومت ، څرنگه چې ژمنه ېې کړی ده، باید ورته ځواب او د حل لاره پیدا کړي.»

د ولسمشرۍ د څوکۍ د گټلو له پاره دا د بوهاري څلورمه هڅه وه، خو دا ځل هغه ته د یوه ائتلاف په شکل کې د اپوزیسیون د سترو گوندونو ملاتړ حاصل وو. د اپوزیسیون له لوري د یوه واحد کاندید په توگه د بوهاري انتخاب د نایجیریا په تاریخ کې یو ریښتنی فرصت وو چې اوسني ولسمشر ته ماتې ورکړل شي.

په دغه هیواد کې د څو لسیزو له پاره پوځي دیکتاتوري واکمنه وه او د تیرې اوونۍ ټاکنې په ۱۹۶۰م کال له بریتانیې څخه د خپلواکۍ د اخیستلو وروسته د اتم او په ۱۹۹۹م کال کې د دیموکراسۍ له پلي کیدو راهیسې د پنځم وار له پاره تر سره شوې.

په ۱۹۸۳م کال کې بوهاري چې د نایجیریا په پوځ کې یې د برید جنرال په توگه دنده تر سره کوله، یو له هغو کسانو څخه وو چې ټاکل شوی حکومت یې د یوې کودتا په ترڅ کې د اختلاس د تورونو له کبله له واکه گوښه کړ. هغه د هیواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو او د هغې تر نظر لاندې ۴۷۵ سیاستوال او سوداگر د فساد په تور ونیول شو. خو په ۱۹۸۵م کال کې د یوې بلې پوځي کودتا په ترڅ کې بوهاري له واکه لیرې کړای شو.

د سه شنبې په ورځ د بوهاري پلویان سړکونو ته راوتلي وو چې د هغه بریا ولمانځي.پر جنتان باندې د فساد د تورونو سربیره دا تور هم پورې کیږي چې د «بوکو حرام» په نوم د تندلارې ډلې چې د دغه هیواد په شمال کې پر فعالیت بوخته ده پر ضد جگړې کوم اغیز نه دی لرلی. بوهاري پر جنتان تور پورې کړې دی چې د بوکو حرام د یاغي توب په ځپلو کې پاتې راغلی دی. د رپوټونو له مخې په تیرو شپږو کلونو د نوموړې تندلارې ډلې د یرغلونو له کبله تر ۱۳۰۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شا او خوا ۱،۵ میلیونه انسانان خپلو کورونو پريښوولو ته اړ شوي دي.

په تیرو شپږو اوونیو کې بوکو حرام د نایجیریا د گاونډیو هیوادونو چاد، کامیرون او نایجیر د پوځې مداخلې په ترڅ کې له ځینو سیمو څخه پر شا تمبول شوې ده او اوس له نوي حکومت څخه د نورو امنیتي اقداماتو د تر سره کیدو انتظار کیږي.