1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ په کړکېچ کي د منځگړتوب هڅي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د منځني ختيځ د کړکېچ د ختمولو په برخه کي د اسرائيلو او حماس تر منځ د منځکړتوب تلاښونه پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CgS7
انځور: Reuters

د غزې جگړې ته په کتو سره په خپله په امريکا متحده ايالاتو کي ډيره خوش بيني موجوده نه ده. نيويارک ټايمز ورځپاڼه د يوه امريکايي چارواکي په حواله ليکي چي «په غزه کي اوسنی حالت تر هغه ډېر سخت دی لکه د ۲۰۱۲م کال د جگړې پرمهال چي وروسته بيا د هيلري کلنټن په منځگړتوب دغه جگړه پای ته ورسېده.»

له حماس سره ديالوگ؟

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د دوشبې په ماښام د مصر پلازمېني قاهرې ته رسېدلي دي. قاهرې ته په رسېدو سره د امريکا د دپپلوماتانو مشر د يوه ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه. هغه ويلي دي چي اسرائيل او فلسطيني ياغيان کولای سي د خبرو اترو له لاري د يوه اوربند په رامنځ ته کولو سره خپلو توپير لرونکو نظرونو ته سره ورسيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير کيري له بان کي مون سره تر خبرو وروسته غواړي چي د مصر د جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي او د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير سميح شکري سره هم وويني. دغه راز د ملاقاتونو په پلان کي د عربي اتحاديې د مشر نبيل العربي سره ملاقات هم په پلان کي دي.

تر دې دمخه مصر په غزې تراډه کي د اوربند وړانديز کړی وو، خو حماس رد کړ. اوس نو څوک کولای سي چي حماس تر خپل تاثير لاندي کړي؟

فلسطينيان په خپل منځ کي

د فلسطين د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس په قطر کي د حماس له تبعيد سوي مشر خالد مشعل سره د يوه احتمالي اوربند د رامنځ ته کولو په سره په خپل منځ کي خبري کوي. په داسي حال کي چي يو شمېر فلسطيني چاروکي په خبرو اترو کي د «پرمختگ» خبره کوي خو د حماس او اسرائيلو ترمنځ چي شخړه روانه ده د جوړ جاړي څرک هم نه ليدل کيږي.

د منځني ختيځ کړکېچ د امریکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس بارک اوباما له پاره هم ناراحت کوونکی دی. هغه په واشنگټن کي په غزه کي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي په اړه «سخته اندېښنه» ښوولې ده.

اوباما د دوشنبې په ورځ وويل چي نړيواله ټولنه مجبوره ده چي په غزې تراډه کي زورزياتی ودروي. امريکا متحده ايالاتو له غزې سره د ۳۵ ميليونو يورو د مرستي اعلان هم کړی دی.