1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ د سولي خبري بحراني دي

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۳ فروردین ۱۵, جمعه

د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس له اسرائیلو سره د سولي خبرواترو تر بندیدو وروسته په ۱۵ نړیوالو تړونونو کې د گډون له پاره غوښتنلیکونه لاسلیک کړل. که چیري دغه غوښتنلیکونه ومنل شي نو ډیري جدي پایلي به ولري.

https://p.dw.com/p/1Bc6u
انځور: picture-alliance/dpa

د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس د یوه حقوقي گام په پورته کولو سره د ملگرو ملتونو په ۱۵ کنوانسیونونو او تړونونو کي د گډون له پاره غوښتنلیکونه د رسنیو د کمرو مخې ته لاسلیک کړ. وروسته تر دې محمود عباس خبریالانو ته وویل: «دا زموږ حق دی او موږ ژمنه کړې وه چې تر نهو میاشتو پوري به خپل دغه حق نه غواړو.»

عباس زیاته کړه چې وروسته تر دې چې له اسرائیلو سره په موقتي ډول د سولي خبري اتري وځنډېدلې فلسطینیانو د خپل دغه حق د ترلاسه کولو له پاره یو ځل بیا اقدام وکړ. همدارنگه د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر وویل چې غوښتنلیکونه به بې له ځنډه اړونده سازمانونو ته وسپارل شي.

کېړي او نتانياهو د خبرو پر مهال
کېړي او نتانياهو د خبرو پر مهالانځور: Reuters

د دغو غوښتنلیکونو لاسلیکول په اصل کې د سولي د خبرواترو د لغو کیدو په مقابل کې یو غبرگون وو چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتي راهیسي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځگړتوب رواني وې.

فلسيطنیان خپل دا کار داسي توجه کوي چې اسرائیلو د موافقې پر اساس عمل نه دی کړی او د ۱۰۴ تنو هغو فلسطیني بندیانو له جملې څخه چې په ابدي بند محکوم شوي ول د روان کال د مارچ میاشتي تر پای پوري يي ۲۶ تنه وروستي بندیان نه دي آزاد کړي.

فلسينیان د دغو غوښتنلیکونو په لاسلیکولو سره خپل کوښښونه جاري ساتي، څو د فلسطین خپلواکمنه اداره په نړیواله کچه د یوه خپلواک هیواد په توگه په رسمیت وپيژندل شي. دوی په دې وروستیو څو کلونو کې په خپل دې ډول سیاست سره بریالي ول.

فلسطین په ۲۰۱۱ کال کې د ملگرو ملتونو د کلتوري چارو ادارې (یونسکو سازمان) غړيتوب ترلاسه کړ او د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې يي د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یوه ناظر هیواد توگه ومنل شو. د آلمان د بوخم په پوهنتون کې د نړيوالو حقونو استاد هنس یوآخیم هاینسه په دې هکله وايي:

«اوس مو ولیدل چې د فلسطین د دریځ په هکله خبري اتري پر مخ نه ځي. اوس فلسطینیان په نورو سازمانونو کې د غړیتوب او د نړیوالو تړونونو له لاري د ډیرو هیوادونو په مرسته هڅه کوې چې په رسمیت وپيژندل شي. په دا ډول نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب له حقوقي پلوه په حقیقت کې د رسمیت پیژندلو په معنی دی.

«د بنديانو آزادي يو با اعتماده اقدام وو»
«د بنديانو آزادي يو با اعتماده اقدام وو»انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

دا په دې معنی چې فلسطین په دې توگه له غړو دولتونو او حقوقي سازمانونو سره په یو مناسبت کې دی. نو فلسطینیان هڅه کوې چې په دې سازمانونو کې د غړیتوب له لاري د یوه خپلواکه فلسطیني دولت په توگه په رسمیت د پيژندلو له پاره اوږده لار ووهي.»

د آلمان په گوتنگن ښار کې د نړيوالو حقوقي چارو کارپوه سفن میسلینگ، وايي چې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یوه څارونکي دولت په توگه د فلسطین پیژندل کیدل فلسطینیانو ته اجازه ورکوي، څو د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلي د سیاست په اړه نړیواله جزايي محکمې ته شکایت وکړي.

فلسطینیان د غوښتنلیکونو په لاسلیکولو سره خپلي دغې تگلارې ته دوام ورکوي. همدارنگه فلسطینیان غواړي د ژنیو په کنوانسیون کې غړیتوب ترلاسه کړي.