1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شوری بیړنۍ غونډه کوي

AP, AFP۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری یوه بیړنۍ غونډه کوي، تر څو له څارونکو څخه د اوکراین په ختیځ کې د ناکراره اوربند په هکله معلومات تر لاسه کړي. په تیرو دوو ورځو کې له دغه سیمې څخه د مرگ ژوبلې کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/1EiWa
انځور: Reuters/Gleb Garanich

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د ملگرو ملتونو دیپلوماتانو ویلي دي چې د امنیت شوری به د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۲۷مه) د اوکراین د حکومت او روسي پوله بیلتون غوښتونکو تر منځ د اوربند په اړه د رامنځ ته شوي تړون په هکله یوه بیړنۍ غونډه تر سره کړي. زیاته شوې ده چې دغه غونډه د فرانسې او آلمان په غوښتنه تر سره کیږي. آلمان او فرانسې د روانې میاشتې په سر کې د سپینې روسیې په پلازمېنه مېنسک کې د اوربند د تړون د رامنځ ته کیدو له پاره د منځگړو په توگه مرسته کړې وه.

د امنیت شوری به د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان OSCE د څارونکو رپوټ واوري. د دغه سازمان څارونکي د اوکراین په ختیځ کې اوربند څاري، کوم چې په لومړي سر کې له ناکراریو سره مل وو، خو په وروستیو دوو ورځو کې له دغه سیمې څخه د مرگ ژوبلې کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی او دواړو اړخونو د جگړې له لومړۍ کرښې څخه د درنو وسلو د پر شا کولو رپوټ ورکړی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بیلتون غوښتونکو له لوري د درنو وسلو د لیرې کولو رپوټ ورکړی دی، خو د جگړې ښکیل اړخونه یې پر دې تورن کړي دي، چې په دې هکله معلومات نه ورکوي چې کوم ډول وسلې لیرې کول کیږي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبېرگ، د اوکراین په ختیځ کې په ډراماتیکه توگه د تاوتریخوالي کموالی ستایلی دی، خو له مسکو څخه یې غوښتي دي چې په عین وخت کې له اوکراین څخه خپلې وسلې وباسي. هغه تور لگولی دی چې «روسیې په وروستیو میاشتو کې تر زرو زیات تجهیزات، ټانکونه، توپخانې او پرمختللی دافع هوا سیستم انتقال کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې بیلتون غوښتونکي پر دې باندې ټینگار کوي چې د جگړې له لومړۍ کرښې څخه یې د توپخانې زیاتره برخه ایستلې ده.

روسیې بیا د امنیت د شوری د غونډې د ترسره کید د مخه له خپل اړخه تور لگولی دی چې لویدیځ د اوربند د تړون له بریالتیوب سره کومه لیوالتیا نه لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، ویلي دي چې د هغه څه د تطبیقیدو له پاره چې موافقه شوې وه تر شا یې د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې بې میلي ښکاري.

همداشان روسیې، د لویدیځ له لوري د بندیزونو د سختیدو په غبرگون کې اوکراین ته گاز د انتقال د درولو گواښ کړی دی. د اوکراین له لارې دغه گاز بیا د اروپا ځینو برخو ته هم انتقالیږي. دغه گواښ د دې باعث شو چې اروپایي ټولنه د روسیې او اوکراین د انرژۍ وزیران د دوشنبې په ورځ بروکسل ته راغوښتي دي چې د دغې شخړې د حلولو هڅه وکړي.