د «ملي یووالي حکومت» پر سر توافق وشو
د څو میاشتو انتظار وروسته بالاخره د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو، د «ملي یووالي حکومت» په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ. په لاندیني گالرۍ کې د ټاکنو له لومړني پړاو څخه تر وروستي کړکیچ پورې واقعاتو ته لنډه کتنه شوې ده.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنی پړاو د روان میلادی کال د اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه تر سره شو. په لومړي پړاو ټاکنو کې اته کاندیدانو سره سیالي کوله. د سختو امنیتي گواښونو او اورښتونو سره سره په میلیونونو افغانانو په ټاکنو کې گډون وکړ. په دغه انځور کې د کابل اوسیدونکي تر سترگو کیږي چې د رایې ورکولو د مرکز د باندې انتظار باسي.
دغه ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې او د ټول هیواد په کچه شاوخوا ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه د دغه ټاکنو امنیت ساته.
په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم بې سارې وه. د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ټاکنو کې د ښځو گډون هم د پام وړ وو. دغه انځور د هرات ولایت د رايي ورکولو د یوه مرکز دی.
په لومړني پړاو کې ټاکنو کې اته نوماندانو سره سیالي کوله. په لومړي پړاو کې د اتو تنو ولسمشریزو نوماندانو له ډلې څخه یو یې هم و نه توانید چې پنځوس فيصد جمع یو رایې ترلاسه کړي. په دویم پړاو کې افغانان د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه يو ټاکي.
د روان میلادي کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې تر سره شوې. د لومړي پړاو ټاکنو په څیر په دوهم پړاو ټاکنو کې هم ډیری افغانانو د سختو امنیتي گواښونو سره سره گډون وکړ. افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلي رايي په کارولو سره په يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي په هيوادوالو ږغ وکړ چي په رايه ورکولو سره خپله راتلونکې پخپله وټاکي.
خو د دوهم پړاو ټاکنو د لومړنۍ پایلې تر مخه په ټاکنو کې د درغلیو د تر سره کیدو ادعا وشوه. د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا پر مشر ضیاالحق امر خیل باندې په درغلیو کې د لاس درلودلو تور ولگاوه او په دې اړه یې یو ثبت شوی غږیږ پيغام خپور کړ. امرخیل پر ده لگول شوي تورونه رد کړ.
د ډاکټر عبدالله ټیم د ټاکنو له پروسې څخه بېلتون اعلان کړ او امرخیل د استعفا غوښتنه یې وکړه. تر دې وروسته ضياالحق امرخيل په يوه خبره غونډه کي خپله استعفا اعلان کړه. د هغه په خبره استعفا يې په دې خاطر نه وکړه چي ورباندي لگېدلي تورونه رشتيا ول، بلکي د ټاکنو پروسې د پرمختگ له پاره يې کړې.
تر هغې وروسته د دواړو انتخاباتي ټیمونو او د ټاکنو د خپلوا ک کمېسیون تر منځ ناندریو همداسې ادامه درلوده، تر څو د ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پایلې اعلان شوې. په داسې حال کې چې د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم د پایلو د اعلان هر کلی وکړ، خو ډاکټر عبدالله د ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې او آن په افغانستان کې د یوه موازي حکومت د رامنځ ته کیدو گواښونه وشول.
کله چې د ټاکنو پر سر شخړې زور واخیست نو د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره تلیفوني اړیکي ونیولي. څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته سفر وکړ او له دواړو نوماندانو سره د څو ځلې لیدنې کتنو وروسته اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د ټولو رایو د ارزولو او بیا شمیرلو پر سر موافقې ته ورسیدل.
د رایو د ارزولو او بیا شمیرلو سربیره دواړو مشرانو د ملي یووالي د حکومت د رامنځ ته کیدو پر سر هم هوکړه وکړه. تر هغې وروسته کیري د دوهم ځل له پاره افغانستان ته سفر وکړ او دواړو نوماندانو په دې هکله یو هوکړه لاسلیک کړ، چې په ترڅ کې یې د اجرائیوي رئیس پوست رامنځ ته کول وو. خو د اجرائیوي رئيس صلاحیتونه هغه شخړه ییزه موضوع وه، چې تر وروستۍ ورځې یې په هکله ناندریو پای نه درلوده.
د ټاکنو د ارزولو او بیا شمیرلو بهیر هم له ناندریو ډک وو او آن کله نا کله خو د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ خبره تر فزیکي شخړوه ورسیده. دغه بهیر د نړیوالو او داخلي ناظرینو له لوري څارل کیده او همداشان د دواړو نوماندانو استازو په کې هم گډون درلود.
د رایو د شمیرل کیدو د پروسې تر څنگ د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت د رامنځ ته کیدو په اړه هم خبرې اترې روانې وې. خو دغه خبرې اترې هم له لوړو ژورو سره مخ وې. څو څو وارې دغه خبرې اترې وځنډیدې، لغو شوې او یا یې هم کومه نتیجه ور نه کړه. ملگرو ملتونو او نړیواله ټولنې په دغه ټول بهیر کې د منځگړتوب نقش لوباوه.
د رایو د ارزولو او بیا شمیر د بهیر د بشپړیدو تر مخه د عبدلله عبدالله ټاکنیز ټیم له دغه بهیر څخه د وتلو اعلان وکړ. هغوی وویل چې د رایو د باطلیدو له پاره چې دوی کومې غوښتنې ملگرو ملتونو ته وړاندې کړې وې هغه نه دي منل شوي. تر دې وروسته ملگرو ملتونو د اشرف غني څارونکو ته هم له دغې پروسې څخه د وتلو خبره وکړه. دغه بهیر بیا د دواړو کاندیدانو د څارونکو د حضور پرته د ملگرو ملتونو تر نظارت لاندې تر سره شو.
که څه هم د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې لا تر اوسه نه دي اعلان شوي خو د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو بالاخره د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۲۲مه) په ارگ کې یو هوکړه لاسلیک کړ. په پام کې ده چې پر همدې ورځ ناوخته د ټاکنو خپلوا کمېسیون د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي