1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن کنفرانس په درشل کې ځانمرگي بریدونه

شمس الرحمان ناصر (حسین سیرت)۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر او د سولې د راتلو په تړاو د هغه جدي دریځ په افغانانو کې امیدواري پيدا کړی وه خو په کابل کې پرله پسې ځانمرگو بریدونو یو وار بیا د امنیت په برخه کې اندیښنې ډیرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1DrcH
انځور: Reuters/Mohammad Ismail

د کابل ښار تیره اوونۍ د دریو ځانمرگو بریدونو شاهده وه. د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې د کابل په گډون په لویو ښارونو کې ۶۸ سلنه بریدونه زیات شوې دي. د افغانستان د استخباراتو اداره په دې اند ده چې طالبان غواړي له دې بریدونو سره په خپله گټه تبلیغ وکړي او خپل شتون ثابت کړي.

د ولسي جرگې غړی منور شاه بهادري، په دې اند دی چې په افغانستان امنیتي بنسټونه د کابیني د نه بشپړیدو له امله په جدي توگه امنیتي وضعیت نه کنترولوي. د هغه په خبره تر اوسه پورې د طالبانو په هکله د حکومت کړنلاره نه ده روښانه شوې. هغه وایي: «نوې حکومت باید لومړی خپل کورنۍ او بهرنۍ سیاست تعریف کړي. دوست او دښمن باید په واقعي توگه مشخص کړي چې له بده مرغه تر اوسه پوری داسې نه دي شوي.»

د لندن کنفرانس ته پيغام

په افغانستان کې د امنیتي مسایلو څیړونکي او د ولسي جرگې استازي په دې اند دي چې طالبان غواړي پر لویو ښارونو کې د بریدونو په وسیله ډیر امتیاز ترلاسه کړي او د لندن د کنفرانس په درشل کې نړیوالو ته خپل توان وښایې چې د افغانستان د ناامنه کولو توان لري.

ټاکل شوې ده چې لندن به د دسمبر میاشتې په دریمه او څلورمه نیټو د افغانستان د اقتصادي کنفرانس کوربه وي. د سیاسي چارو شنونکي وایې چې طالبان غواړي د افغانستان ملاتړ کوونکو ته دا پیغام ورسوي چې اوس هم په دې هیواد کې شتون لري او کولای شي پر پلازمینه هم بریدونه وکړي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، وايې چې طالبان غواړي د ناتو ځواکونو له وتلو سره خپل موجودیت ښکاره کړي: «د حکومت جوړولو په وخت کې طالبان غواړي ځان پیاوړی ښکاره کړي. د امنیتي تړون په لاسلیکیدو او د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره، غواړي ځان د معادلې د یوه پياړوي اړخ په توگه تعریف کړي.»

ښاغلی کوهستاني وایې چې د بریدونو ډیریدل نور عوامل هم لري. په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله ترهگر او ځانمرگي برید کوونکي افغانستان ته راغلي دي او افغان طالبان په افغانستان کې د جگړې د دوام او ځانمرگو بریدونو له پاره ډیر ځواک په اختیار کې لري.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وروسته د ۲۰۱۴ کال پای ته رسیږي او د ناټو غړي هیوادونه له پخوا څخه د پلان شوې پروگرام پر اساس له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

له بلې خوا تر دې مخکې د پاکستان پخواني واکمن پرویز مشرف ویلي وو چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته کیدای شي چې دغه هیواد د اسلام آباد او نوي دهلي د نیابتي جگړې په ډگر باندې بدل شي. پخواني افغان ولسمشر د مشرف د دغو څرگندونو پر وړاندې خبرگون وښود او ویې ویل چې د داسې یوه وضعیت رامنځ ته کیدو اجازه به ور نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب