1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لتا منگیشکر ۸۵ کلیزه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

د سویلې آسیا د یو شمیر هیوادونو څو نسلونه د لتا منگیشکر له سندرونو سره آشنا دي، او اوس هم په میلیونو مینه وال لري. لتا چې د ۱۹۲۹م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه زیږیدلي ده سږ کال خپله ۸۵ مه کلیزه لمانځي.

https://p.dw.com/p/1DMJF
انځور: UNI

لتا منگیشکر د دویچه ویله، د اردو څانگې سره څو کاله تر مخه په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې خپل مسلکي ژوند ته په نظر اچولو سره څه ډول احساس کوي ویلي وو: «له کوچني والي څخه مې په خوارۍ پېل کړی وو. بیا مې فکر کاوه چې په راتلونکي وخت کې ښه کار کیدونکی دی. خو کله چې مې ښې سندرې وویلې نو مسوولیت مې نور هم زیات شو. کله چې یوه سندره ښه شي نو دغه مسوولیت نور هم ډیریږي چې راتلونکي سندره له دې هم ښه وویل شي.»

لتا منگیشکر چې په لتا جي، باندې مشهوره ده په فلمي نړۍ کې د قدم ایښوولو وروسته یې د هنرمندې په توگه هم کار کړی دی او په بېلا بیلو فلمونو کې یې د ماشومانو په نقش کې کار کړی دی. خو له هغې وروسته یې خپل ټول ژوند یوازې او یوازې سندرو ویلو ته وقف کړ او د هند د بلبلې لقب ورکړل شوی دی. لتا جي د خپل دور د ټولو لویو او کوچنیو موسیقي جوړونکو سره کار کړی دی. په دغو کسانو کې موسیقي جوړونکی اعظم نوشاد هم شامل دی.

د ۲۰۱۴م کال د جنوري په میاشت کې لتا منگشیکر په یوه غونډه کې د هند د اوسني صدراعظم نریندر مودي او هنرمند سني دیول سره لیدل کیږي
د ۲۰۱۴م کال د جنوري په میاشت کې لتا منگشیکر په یوه غونډه کې د هند د اوسني صدراعظم نریندر مودي او هنرمند سني دیول سره لیدل کیږيانځور: UNI

لتا جې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې چې څو لسیزي کیږي، په بېلا بېلو ژبو تر ۳۰ زرو زیاتې سندرې ویلي دي. د لتا منگیشکر په وینا له شپتیمې لسیزي څخه تر اتیایمې لسیزي پورې موده هغه د خپلو سندرو ځلانده دور بولي. په دغه موده کې زیاتره سندرې د فلمونو له پاره وې خو د هغې په وینا کلاسیکي موسیقي یې خوښیږي.

د موسیقۍ په نړۍ کې تر قدم ايښوولو د مخه چې کوم بریالي سندرغاړي هغې خپل ایډیال گرځولي په هغې کې ملکه ترنم نورجهان، هم شامله ده. که څه هم ملکه ترنم نورجهان، د موسیقۍ په ډگر کې تر لتا منگیشکر مشره ده، خو بیا یې هم تل په دغه ډگر د لتا پر عظمت اعتراف کړی دی.

په دې اړه لتا جي، په خپله مرکه کې ویلي وو: «کله چې نورجهان، تر یوې مېلمستیا وروسته تر دروازې پورې له ما سره راغله، نو راته ویې ویل چې د (رضیه سلطان) د فلم له پاره د دې سندره [اې دل نادان] یې ډیره خوښه ده. بیا یې هغه سندره زمزمه هم کړه او ویې ویل چې دا ستا داسې سندره ده که چیرې یې زه وغواړم هم نو ښایي داسې یې و نه شم ویلې.»

دا د ۲۰۰۷ن م کال یو انځور دی. لتاجي د نامتو غزل ویونکي جگجیت سنگهـ سره
دا د ۲۰۰۷ن م کال یو انځور دی. لتاجي د نامتو غزل ویونکي جگجیت سنگهـ سرهانځور: AP

له دویچه سره په دغه مرکه کې لتا منگیشکر ویلي وو چې په پاکستان کې هم د هغې مینه وال شته دی او له هغوی سره یې د لیدلو هیله هم لرلې، خو حالات داسې نه دي برابر شوي چې د هغې دغه هیله سر ته ورسیږي.