1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيفا د چارواکو د نيول کېدو جنجال

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه

د فوټبال نړیوال فيدراسيون ټولني د مشر له پاره تر ټاکنو دمخه د دغه سازمان د یو شمیر چارواکو د نیول کیدو له کبله سر درګمي رامنځ ته شوې ده. د فیفا یو شمیر لویو مالي ملاتړ کوونکو سازمانونو غوښتنه کړې چې چاري دي سمي شي.

https://p.dw.com/p/1FXoY
انځور: Reuters/R. Sprich

په فیفا کې تر هغه وروسته د ژورو بدلونونو غوښتنې وشوه، چې تیره ورځ د دې سازمان یو شمیر لوړ چارواکي د اداري فساد په تور پولیسو ونیول.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فبیوس، د پنجشنبې په ورځ د فیفا د مشرتوب له پاره د ټاکنو د نیټې د ځنډولو ملاتړ وکړ. دغه ټاکني باید د جمعې ‎په ورځ شوې وای چې د فیفا اوسنی مشر جوزیف سیپ بلاتر غواړي ځان پکښې د پنځمي دورې له پاره هم کانديد کړي. د فیفا د مشرتوب هره دوره څلوره کاله دوام کوي.

د بهرنیو چارو وزیر فابیوس، له یوې فرانسوۍ راډیو سره په مرکه کې وویل: «څو کاله کیږي چې په فیفا کې د اداري فساد د شتون تورونه لګول کیږي. دا به ښه وي چې یو څه ځنډ وشي، سمي او ناسمي خبري سره تفکیک شي، بیا چارواکي کولای شي چې یو قضاوت وکړي. خو د اوس له پاره دغه ټولنه په یوه خراب وضعیت کې دی.»

هغه زیاته کړې ده: «زه دغه خبري له خپل شخصي موقف څخه کوم خو د رای اچوني د بهیر ځنډول منطقي برېښي.»

تر دې دمخه د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هوموند، که څه هم د رای اچووني د ځنډولو خبره نه وه کړې، خو ټینګار یې کړی وو چې فیفا په یوه ناوړه وضعیت کې دي. هغه ویلي ول: «د فیفا په زړه کې يو څه ډیر خراب دي او په نړیوال فوټبال کې باید اصلاحات پلي شي او چارې یې باید سمي شي.»

د شرکتونو له خوا نیوکي

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د فیفا یو شمیر لویو مالي تمويلونکو شرکتونو د اداري فساد د وروستیو تورونو له کبله پر دغي ټولني باندي نیوکي کړي دي.

د ویزا کریدت کارت شرکت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې فیفا باید قوي اخلاقي تدابیر ونیسي. په بیانيه کې زیاته شوې ده: «د ننیو [چهارشنبې ورځې] پیښو په رڼا کې د فیفا په اړه زموږ خپګان او اندېښنه ژوره ده.»

کوکاکولا چې د فیفا بل لوی مالي ملاتړی شرکت دی ویلي دي: «دې اوږدې شخړي او د فیفا د نړیوال جام هدف زیانمن کړی دی او موږ په وارو وار سره د دغو جدي تورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.»

مکدونالدس هم په دې اړه خپل دریځ روښانه کړی دی. دغه شرکت ویلي دي: «مکدونالدس په اداري فساد او اخلاق پوري تړلي مسایل ډیر جدی گڼي. موږ به د وضعیت جدي څارني ته دوام ورکړو.»

د آلمان د اديداس شرکت هم ویلي دي چې تمه لري فیفا لوړ اخلاقي معیارونه په پام کې ونیسي.

پر دغو ټولو نیوکو او د اروپايي ټولني د فوټبال فيدراسیون پر هغه دریځ سربیره چې ویلي يې ول چې د بلي دورې له پاره د بلاتر له کانديدو سره به مخالفت وکړي، بیا هم تمه کیږي چې هغه به ټاکني وګټي.

دغه ۷۹ کلن، د فیفا د ۲۰۰ غړو په منځ کې ډیر شهرت لري. د فیفا د رئیس د ټاکلو کنگره به د پنجشنبې په ورځ ناوخته پرانیستل شي.

د فیفا اوسنی مشر جوزیف سیپ بلاتر
انځور: Reuters/A. Wiegmann