1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فواید عامې مرستیال وزیر تښتول شوی دی

سید ریاض (ډي پي اې، اسوشیتد پرس)۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

په کابل کې د فواید عامې وزارت مرستیال وزیر د سه شنبې پر ورځ سهار وختي، د نا معلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی. دغه خبر افغان چارواکو تائید کړی دی. لا تر اوسه کومې ډلې د دغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/1Bi4s
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس د کابل د جنايي پولیسو د مشر گل آغا هاشمي، له قوله لیکلي دي چې د فواید عامې وزارت مرستیال احمد شاه وحید، په سیمه ییز وخت د سهار پر اوو بجو له خپل کور څخه د دفتر پر لور روان وو، چې د خیرخانې سیمې ته څیرمه د نامعلولو وسلوالو کسانو له لوري وتښتول شو.

د فواید عامې وزارت ویاند سهیل کاکړ، دغه خبر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې په دغه پیښه کې د وحید موټروان ټپي شوی دی. د کاکړ په خبره وحید کوم ساتونکی نه لاره.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د فواید عامې وزارت د ویاند له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي، کله چې د وحید موټروان یوه خوندي ځای ته د تيښتې هڅه کوله نو د وسلوالو کسانو له لوري په ډزو ټپي شو.

لا تر اوسه دا خبره معلومه نه ده چې د وحید د تښتولو د پیښې تر شا د چا لاس دی. د کاکړ په خبره لا تر اوسه پورې د کوم کس له خوا د پیسو کومه غوښتنه هم نه ده شوې. د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اکثره وخت د طالبانو له لوري د پیسو د ترلاسه کولو له پاره د تښتونې پیښې رامنځ ته شوي دي، خو په وینا یې وحید لومړنی جگپوړی افغان چارواکی دی، چې تښتول کیږي.

د اسوشیتد پرس، په وینا د طالبانو یوه تن ویاند په یوه تلیفوني تماس کې دوی ته ویلي دي چې د سه شنبې د ورځې د تښتونې په اړه خبر نه دي او په دې اړه به څیړنې وکړي چې په دغه پیښه کې د دوی کسان لاس لري او که نه.