1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې وژنه او نوي ګامونه

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ فروردین ۸, شنبه

د فرخندې تر وژنې وروسته چې په شاه دوشمشېره جومات کې د عامو خلکو له خوا په بې رحمانه توګه تر وژنې وروسته وسوځول شوه،اوس د جادوګرانو او تعویذ لیکونکو لمن د کابل د ښارڅخه ټولیږي.

https://p.dw.com/p/1EywF
انځور: DW/H. Sirat

د حج او اوقافو وزیر پارلمان ته په استجوابیه غونډه کې ویلي چې د فرخندې وژنې، حکومت او عام وګړي د درانه خوبه څخه راویښ کړل.

د فرخندې وژنې په هیواد کې د ننه او دباندي ګڼ شمېر غبرګونونه راپورته کړي. د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني نن شنبه ( د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۲۸مه) له دې کبله چې د جوماتونو او په هغو کې د دېره شویو کوډګرو په اړه معلومات ورکړي، استحضار شوی و.

فیض محمد عثماني پارلمان ته په ځواب کې ویلي ول چې، له جوماتونو او د زیارتونو څخه یې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د ټولولو لړۍ پیل کړې ده.
هغه وویل تر دې مهاله د شاه دوشمشېره، مرادخاني، کارته سخي او شهدای صالحینو له زیارتونو څخه د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د ټولولو لړی پیل شوې ده.

د حج او اوقافو وزیر زیاته کړه چې د کوډګرانو او ورته نورو کسانو د راټولولو لړۍ به په ټول هیواد کې تر سره شي:« په ټول هیواد کې دا یوه ښه زمینه ده او یو بدلون باید رامنځته شي، تر څو د افغانستان خلک او ټولي کورنۍ ددې ډول خرافاتو او مفت خورو د منګولو څخه وژغورل شي.»

وزیر وویل د فرخوندې وژنې یو لوی بدلون رامنځته کړی او هغې غوښتل، په شاه دو شمشېره جومات کې د تعویذ لیکونکو مخه ونیسي چې ددې عمل قرباني شوه.

د فرخندې وژنه! رواه او نارواه؛
د فرخندې وژنې په هیواد کې دننه او په خاص ډول کابل کې ګڼ غبرګونونه او لاریونون رامنځته کړل. زرګونه مدني فعالانو او عامو وګړو ددغې ولسي محکمې پر وړاندې شعارونه ورکړل او د فرخندې وژونکو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
خو د جمعې په ورځ لوی شمېر ملایان په شاه دوشمشېره زیارت کې راغونډ شول او د مدني ټولنو دغه اعمال یې د اسلام سره په ټکر کې وبلل.

په دې وروستیو وختو کې داسې اوازې هم راپورته شوې چې ګواکي ملایان به د تېر تاریخ په شان چې د امان الله خان د واکمنۍ پر وړاندې یې پاڅون رامنځته کړ،‌یو وار بیا د اوسني نظام پر وړاندې ستونزې پیدا کړي.

د حج او اوقافو وزیر پارلمان ته دا هم وویل چې د ملا امامانو له خوا د پلان شویو لویو لاریونونو مخنیوی یې کړی او د جمعې تر لمانځه دمخه یې د ډېرو ملایانو سره خبرې کړې چې د لاریونونو څخه لاس واخلي.
هغه وویل:« د هغو ملایانو چې زماسره همغږي شول مننه کوم، د جمعې تر لمانځه وروسته یې خپله راسره اړیکه ونیوه چې که تا ذهنیت نه وی راکړی په پل خشتي جومات کې به زرګونو کسانو په لاریون لاس پورې کړی وی.»

د حکومت پر وړاندې د جوماتونه څخه ناوړه گټه اخیستل.

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې ۱۶۰ زره مسجیدونه شته چې یوازې ۳۷۰۰ یې د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

هغه تبلیغ چې په یادو جوماتونو کې تر سره کیږي په وار وار یې نیوکې هم له ځان سره درلودلې.
د پارلمان تقریبأ ټولو وکیلانو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې له ترسره کېدونکو اعمالو او د ملایانو د تبلیغ څخه دې ځان خبر کړي. ځکه په ځینو مسجدونو کې داسې تبلیغ کیږي چې د حکومت پر ضدخلک پاروي او جګړه یې توده ساتلې.

د ولسي جرګې یوې غړې شینکۍ کړوخېل وویل:« تر کومه ځایه پوري چې زه خبر لرم په ولسوالیو کې تل د دولت پر ضد تبلیغ کیږي، خلک پارول کیږي، پاکستان ته یې د نظامي روزنې له پاره لېږي او همدا شان د حکومت پرضد جهاد اعلانوي.»

ځینو وکیلانو دا هم ویل چې په زیارتونو کې کوډگران د اسلام خلاف اعمال تر سره کوي‌ او خلکو ته دوکه ورکوي.
د حج او اوقافو وزیر هم د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې نور د کوډګرو په خبرو ونه غولیږي ،ځکه که هغوی څه کولی شوای نو لمړی به یې په خپل ژوندکې تغیر راوستلی و.

څارنوالۍ ته د تورنو کسانو پېژندل.

په عین حال کي نن د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې له لارې اعلان کړه چې د اته ویشت کسانو دوسیې یې څارنوالۍ ته سپارلې او وروستي تحقیقات او کارونه به یې هغوی کوي.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن شنبه په یوه کنفرانس کې وویل چې ددغو کسانو دوسیې به په دوو کټه ګوریو کې وڅېړل شي چې یوه ډله به د نظامي څارنوالۍ او بله هم د داخلي‌ او باندني امنیت د څارنوالۍ له خوا دیوې میاشتې په لړ کې وڅېړل شي.

د فرخندې په دوسیه کې ۴۷ کسان ښکېل بلل شوي چې له ډلې څخه یې ۱۹ تنه له امنیتي سکټور څخه دی.