1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرخندې د قتل په څلوېښتي، د عدالت غوښتني لاريون

حسین سيرت۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د کابل په شاه دو شمشېره مسجد کې د فرخندې تر قتل ۴۰ ورځې وروسته د ښځو د حقونو فعالانو، مدني ټولنو استازو او د کابل ښار اوسیدونکو یو لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د دغه قتل د عاملانو د په سزا رسولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1FFYK
انځور: DW/H. Sirat

ټولي سترگې د هغې توري پردې، لور ته اوښتي دي چې د شاه دو شمشیره مسجد ته څیرمه راځړول شوې ده. په سلونو کسان په بې صبرۍ سره انتظار باسي چې څه پیښیږي. په لسونو خبریالانو د خپلو کمرو لینزونه د پردې لور ته اړولي دي.

ناڅاپه توره پرده پورته کیږي او یوه نجلۍ چې تور کالي یې اغوستي دي، جادوگرانو ته وایي چې په تعویذ ورکولو سره خلک تیر نه باسي او د خلکو له آزارولو څخه لاس واخلي.

د تعویذ لیکونکو او د دغي نجلې تر منځ تا ویلې ما ویلې څو دقیقي دوام کوي، د شور ماشور په ترڅ کې دا غږ هم تر غوږو کیږي چې «کافري نجلۍ ولې دې قرآن وسوځاوه، ته باید د قرآن په څیر وسوځول شي.»

د هري شیبې په تیریدو سره جنجال لا پسې زور اخلي. تعویذ لیکونکي په لږ لوړ غږ سره دغه نجلۍ د قرآن په سوځولو تورنوي. د هرې دقیقي په تیریدو سره د احساساتي ځوانانو شمیر زیاتیږي. د نجلۍ وهل او ټکول پیلیږي. د سترگو په رپ کې هغه ځوانان چې په لاسونو کې یې سوټي او ډبري دي، پر دغي نجلۍ حمله کوي.

د خلکو د قهریدلې گڼې گوڼې څخه یو ټیټ غږ راپوته کیږي او فریاد کوي چې «ما قرآن نه دی سوځولی.» خو څوک دغه غږ ته غوږ نه نیسي. څو شیبې وروسته نوره دغه نجلۍ ژوندۍ نه ده. د هغې پر جسد باندې ایره اچول کیږي او اور ور ورته کول کیږي.

د دې له پاره چې مدني ټولني وښي چې څومره په بې رحمې سره فرخنده ووژل شوه، دغه تیاتر یې جوړ کړی وو. لینا علم، چې په دغه تیاتر کې یې د فرخندي نقش لوبولی وو، په داسې حال کې چې سترگې یې له اوښکو ډکې وې هغه ځای ته یې کتل چې فرخند پکښې وسوځول شوه.

هغې وویل: «نه پوهیږم چې څه احساس لرم. زه اوس شین بیرغ (د فرخندې قبر) وینم او تصور کوم چې هغه یې تر هغه ځایه یوړه او تکه تکه یې کړه. درد احساسوم او زړه مې ډیر غمجن دی.»

عدالت د ټولو غوښتنه

د مدني ټولنو او د ښځو د حقوقو د فعالانو دغه لاریون چې له شاه دو شمشېره څخه یې د ښار تر مرکزه ادامه ومونده د عدالت غوښتنې شعارونه یې ورکول او د «جهل» او «ناپوهۍ» په هکله یې خپله بیزاري څرگنده کړه.

د دغه لاریون سره هم مهاله د افغانستان لویې څارنوالۍ په خپل لنډ پیغام کې ویلي دي چې د فرخندې د قتل دوسیې یې اړوندي محکمې ته سپارلي دي. فرخنده د روان لمریز کال تر پیلېدو یوه ورځ دمخه په شاه دوشمشېره زيارت کې ووژل شوه.

ویل کیږي چې فرخنده د تعویذ لیکني او جادوگرۍ له اصلي مخالفانو څخه وه او څو واري یې د شاه دو شمشېره تعویذ لیکونکي له دې کار څخه منع کړي ول. خو هغوی فرخنده د قرآن کریم په سوځولو تورنه کړه او په لسونو قهریدلو خلکو هغه ووهله، پر بدن یې موټر ور تېر کړ او بیا وروسته یې د هغې جسد هم وسوځاوه.

د حکومت له خوا چې د دغې قضیې د څیړلو له پاره د حقیقت موندنې کوم کمېسیون ټاکل شوی وو، ویلي یې دي چې پر هغې باندي د قرآن سوځولو تور بې بنسټه وو او هیڅکله یې دغسي عمل نه دی کړی.

له دغو لاریون کوونکو څخه مرضیه یوسفزی وویل: «نن د فرخندې د شهادت د څلويښتمې ورځې په مناسبت دلته راټول شوي یو. موږ غواړو هغه څه چې پر فرخندې تیر شول، وغندو. موږ نه غواړو چې دغسې یو عمل بیا تکرار شي.»

د فرخندې کورنۍ هم په دغه لاریون کې حضور لاره. د هغې ورو له حکومت څخه وغوښتل چې د فرخندې په قضیه کې عدالت تطبیق کړي. هغه وویل چې تر دې وروسته باید اوباشان او بې بندو باره خلک د اسلام په نوم فتوی صادره نه کړي: «له دولت، علماوو او د حج او اوقافو وزارت څخه غواړو چې د دغې موضوع په هکله بې طرفه پاته شي او ناپوه اشخاص د خلکو له راهنمایي څخه لري کړي.»

پولیسو ویلي دي چې د فرخندې د قتل په تړاو یې ۴۹ تنه نیولي دي، چې په هغو کې پولیس هم شامل دي. دغو پولیسو د پیښي پر مهال حضور لاره او د فرخندې د وژلو په مخنیوي کې پاته راغلي دي. په دغه قتل کې شریک زیاتره کسان بې سواده دي.