1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فاریاب له زندان څخه درې کسان تښتیدلي دي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۳ فروردین ۲۹, جمعه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د فاریاب ولایت له زندان څخه د طالبانو درې تنه غړي په تیښته بریالي شوي دي. په دې پیښه که د زندان درې تنه ساتونکي هم وژل شوي.

https://p.dw.com/p/1Bkco
انځور: DW

د فاریاب ولایت ویاند احمد جاوید دیدار، د جمعې په ورځ وویل چې دغه زندانیان د همدې ورځې په شپه له زندان څخه په تیښته بریالي شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې تر دې مخکې تښتیدلو کسانو په زندان کې وسلو ته لاسرسي پیدا کړی وو چې په مرسته یې له زندان څخه په وتلو بریالي شوي دي.

د دغه دولتي چارواکي په خبره یو بل زنداني چې د پیښې پر مهال یې د تیښتې هڅه کوله، د ساتونکو له خوا وژل شوی دی. دا چې د طالبانو دغو غړو په زندان کې څرنگه وسلو ته راسرسي پیدا کړی وو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

دیدار ویلي دي چې تښتیدلي کسان د طالبانو د ډلې ټیټ پوړي غړي دي چې د سړک د غاړې بمونو د ځای پر ځای کولو په تور نیول شوي ول.

ویل شوي دي چې دغو څلور تنو د شپې هغه وخت چې زندانیان شمیرل کیدل په تیښتې اقدام وکړ. هغوی لومړی پر ساتونکو باندې لاسي بمونه اچولي دي او بیا یې ورباندې لږ تر لږه د یوې تومانچې په واسطه ډزې کړي.

دیدار روښانه کړې ده چې اوس امنیتي ځواکونه د تښتیدلو کسانو په لټه کې دي او غواړي پر دې خبره باندې ځان پوه کړي چې هغوی څرنگه په زندان کې لاسي بمونه او تومانچه ترلاسه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب