1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو يوه پخواني چارواکي د سولي په اړه خپل دريځ اعلان کړ

خليل الرحمن اميد۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوړ پوړی چارواکی او د افغانستان د «خلاصون لار شورا» مشر سید اکبر اغا نن د هیواد د څلور دېرشو ولایتونو یو شمېر مخور راغوښتي ول او د سولي په اړه یې خپل دریځ اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/1FVQ2
انځور: AP

اکبر آغا ویلي دي چې نور د حکومت او طالبانو د کشمکشونو په اړه پټه خوله نه شي پاتېدای او د ملت په ملاتړ به په نظام کې ونډه اخلي او د خلکو حقونه به ورته رسوي.

ورته مهال ولسي جرګې هم د سولي او د پاکستان او افغانستان د استخباراتي هوکړه لیک د ناوړه پایلو په اړه څرګندوني کړي او ویلي یې دي چې د ياد هوکړه لیک لاسلیک له پاکستان سره د ډېورنډ کرښي په رسمیت پېژندل او له بلوچستان او پښتونستان سره د افغانستان په جنجال کې اچول دي.

د طالبانو د واکمنۍ یوه لوړ پوړي چارواکي او د «افغانستان د خلاصون لار شورا» مشر سید اکبر آغا نن شنبه (۲۰۱۵م کال د می پر ۲۳مه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې ولس نور د سولي په نامه له دې کشمکشونو څخه ستړی شوی او د یوه نوي‌اقدام غوښتنه کوي.

اکبر آغا چې شا او خوا یو نیم کال دمخه یې د افغانستان د خلاصون لار په نامه شورا جوړه کړې په دغه غونډه کې وويل: «موږ نن دلته د دې له‌پاره را ټول شوي یو چې دا اعلان کړو چې نور بې تفاوته نه شو پاتېدای، په افغانستان کې به ونډه اخلو، د افغانستان خلکو ته ونډه، واک او اختیار ورکو، او افغانستان خپله جوړ وو. موږ جګړه نه غواړوي سوله اتحاد او یوالی غواړوي. پر یوه لار به ځو او افغانستان به له دې غمه ژغورو.»

دغي غونډي ته د افغانستان د «خلاصون لار شورا» له څلور دېرش ولایتي دفترونو استازي او په کابل کې د یو شمېر نورو ګوندونو او ټولنو غړي ورغلي ول.

سید اکبر آغال د بهرنیانو او ګاونډیانو په لاس د سولي رامنځته کول له یوي چاودني سره تشبح کړل او ویې ویل چې دا ډول سوله به څو کاله وروسته بېرته له منځه ځي او هیواد به له ناخوالو سره مخامخ شي.

په همدې حال کې ولسي جرګې هم له حکومت څخه د سولي د طرف د معلومول غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې افغان حکومت دې پارلمان ته دا څرګنده کړي ‌چې له چا سره سوله کوي؟

ولسي جرګې یووار بیا له پاکستان سره د استخباراتي تړون د لغو کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا تړون به افغانستان د ډېورنډ کرښې له ها پلو بلوڅو او پښتونو سره په ستونزو کې راښکېل کړي. ځکه یوه ماده یې د بېلتون غوښتونکو په برخه کې له یو او بل سره د مرستي په اړه ده.

د ولسي جرگې مرستيال ظاهر قدیر په دې اړه وویل: «په پاکستان کې پښتانه او بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلي لري، نو ددې هوکړي له مخي افغانستان د پښتونو او بلوڅو سره غیر ضروري دوښمني پالي او د دې هوکړي بله مانا دا ده چې افغانستان رسماً د ډېورنډ کرښه ومنله.»