1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر ۵۰۰۰ زیات بریدونه خنثی شوي دي

حسین سیرت۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

افغان امنیتي ارگانونه وایي چې طالبانو په تیرو پنځو میاشتو کې ۵۰۰۰ بریدونه په لاره اچولي دي تر څو په هلمند، ارزگان او کندهار ولایتونو کې یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/1DDLE
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، وویل چې د حمل میاشتې راهیسې طالبانو پر یو شمیر ولسوالیو باندې ۶۹۱ تهاجمي بریدونه ترسره کړي دي ترڅو هغه تر خپل کنترول لاندې راولي خو د محمدي په خبره هغوی په خپل دې کار کې ناکامه پاتې دي. له بلې خوا بیا په افغانستان کې د طالبانو د نورو بریدونو شمیر ۵۷۸۶ ته رسیږي.

په عین حال کې د افغانستان ملي اردو د دغه هیواد په هغو برخو کې چې په کې د طالبانو فعالیتونه ترسترگو کیدل ۵۳۹۱ عملیات ترسره کړي دي. افغان کوماندو ځواکونو بیا د طالبانو پر پټنځایونو باندې ۵۹۹ حملې ترسره کړې دي.

بسم الله محمدي د سه شنبې په ورځ د سناتورانو د پوښتنو د ځوابولو په موخه مشرانو جرگې ته ورغلی وو. هغه وویل: «موږ اجازه ور نه کړه چې بدخشان سقوط وکړي. موږ اجازه ور نه کړه چې نوزاد، موسی قلعه، کجکي او سنگین سقوط وکړی. هغوی [طالبانو] غوښتل چې د افغانستان دوه یا درې سیمې د خپلو اډو به توگه ولري خو خپل دغه آرمان یې له ځان سره خاورو ته یوړ.»

طالبانو په سږني پسرلي کې د خیبر په نوم عملیات پیل کړل. افغان امنیتي ځواکونه وایي چې طالبانو غوښتل د گاونډیو هیوادونو په مرسته سنگین او یو شمیر نورې ولسوالۍ ونیسي.

خو امنیتي وزارتونه زیاتوي چې طالبان خپل دې هدف ته و نه رسیدل. په عین حال کې امنیتي ځواکونه وایي چې په ارزگان، هلمند او بدخشان ولایتونو کې یو شمیر ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې سږ کال طالبانو ته سخت تلفات اوښتي دي. د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال له پیل راهیسې په بیلابیلو پیښو کې ۵۵۰۳ طالب یاغیان وژل شوي دي.

د غیر افغان طالبانو جگړه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي، ویلي دي چې په کابل او هلمند کې د جگړې له سیمې څخه ثبت شوي غږونه ښيي چې د افغانستان په جگړه کې بهرنیان ښکیل دي. هغه روښانه کړه چې جنگیالي په اردو ژبه یو له بل سره خبرې کوي.

داودزي د سناتورانو پر وړاندې په خبرو کې وویل: «په سنگین او موسی قلعه کې ثبت شوي غږونه ښيي چې طالبان یو له بل سره په اردو ژبه خبرې کوي. کله چې پولیسو ته بد رد وايي نو په پښتو غږیږي خو کله چې بیا په خپل منځ کې خبرې کوي، هغه په اردو ژبه وي.»

د افغان امنیتي ځواکونو په حواله په افغانستان کې عرب، چیچین او ازبکستاني جنگیالي په جگړه بوخت دي. دواودزي وویل چې دوه وارې یې څو تنه پاکستاني پوځیان په افغانستان کې نیولي دي چې پوځي فعالیتونه یې کول.د هغه په خبره دغه کسان د اسلام آباد په غوښتنه بیرته پاکستان ته سپارل شوي دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له حمل میاشتې راهیسي په افغانستان کې ۲۲۰۲ تنه پولیس وژل شوي دي. د افغان چاوارکو په حواله سږ کال د امنیتي ځواکونو تلفات د تیر کال په پرتله لوړ شوي دي.