1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د رایو په سلگونو صندوقونه قرنطینیږي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې ۵۱۶ شکایتونه چې په اړه یې اسناد موجود دي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استول شوي دي ترڅو د هغو مرکزونه صندوقونه قرنطین شي چې پکښې تقلب شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BjeO
انځور: Reuters

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون د مسوولانو د څرگندونو له مخې، تقلب په هغه اندازه نه دی چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. دغه کمیسیون وایي ۸۹۲ جدي شکایتونه یې تر لاسه کړي دي چې په وینا یې د الف له کتگورۍ څخه دي. زیاته شوې ده چې دغه شکایتونه کولای شي چې د ټاکنو پایلو ته تغیر ورکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند نادر محسني، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال اپریل میاشتې ۱۶مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ د ټولو هغو مواردو په اړه چې د الف په کتگورۍ کې یې ځای درلود پریکړه وکړه چې دغه صندوقونه، او د رایې ورکولو مرکزونه او محلات قرنطین شي. موږ په دې لټه کې یو چې د رایو ورکولو محلاتو او د صندوقونو جزئیات، چې په مجموع کې ۸۹۲ کیږي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږو.»

د دغو شکایتو پر اساس، په یو شمیر سیمو کې د رایو صندوقونه په جعلي توگه ډک شوي دي او د ټاکنو کمیسیون کار کوونکو په بې طرفه توگه کار نه دی کړی. د شکایاتو د کمیسیون د وینا له مخې په یو شمیر مواردو کې د رای اچونې په بهیر کې اختلال رامنځ ته کړای شوی دی.

په پام کې ده، ټول هغه صندوقونه چې په اړه یې شکایتونه موجود دي، د ټاکنو د کمیسیونونو د گډ هیئت له لوري وڅیړل شي، او د تقلب د اثبات په صورت کې دغه رای به باطلې اعلان شي.

د رسنیو په حضور کې بررسي

ښاغلي محسني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنو د کمیسیونونو هیئت به ټولو هغو مرکزونه ته چې په اړه یې مستند شکایتونه موجود دي، سفر وکړي او د رسنیو د استازو، مدني بنسټونو او د نوماندانو د ناظرانو په حضور کې به د رایو صندوقونه وڅیړي.

ښاغلي محسني د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې په رڼه توگه به شکایتونو ته رسیدگي وشي او هیڅ رنگه سرغړونه به د دغه کمیسیون له پامه پټه پاتې نه شي: «د خلکو ډاډمنتیا او د ټاکنو روڼتیا به تأمین شي او د شکایتونو په اړه به کوم شک او تردید باقي پاتې نه شي.»

د ټاکنیزو شکایتو کمیسیون وایي تقلب او ټاکنیزې سرغړونې د ټول افغانستان په کچه ثبت شوي دي او په یوه یا څو ولایتونو او یا تر کومې ځانگړې سیمې پورې محدودې نه دي. نوموړي کمیسیون د ټاکنو د څارنې د بنسټونو له لوري د دقیقو شکایتونو د ثبتولو له کبله د هغوی د کار ستاینه وکړه.

د رایو پر پایلو اغیزه

په عین حال کې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې شکایتونو ته رسیدگي ښایي د ټاکنو پر قسمي پایلو هم اغیز وکړي، ځکه چې د اعلان شوو لس سلنه قسمي پایلو په اړه هم د تقلب شواهد شته.

د قسمي پایلو پر اساس په ترتیب سره، ډاکټر عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي او زلمي رسول لومړی، دویم او دریم ځایونه خپل کړي دي.

ښاغلي محسني په خپلو کې خبرو کې دا هم وویل چې که څه هم شکایتونو ته رسیدگي د ټاکنو پر پایلو اغیز اچولی شي، خو د ټاکنو مشروعیت هیڅکله تر پوښتنې لاندې نه راولي: «دغه موارد د ټاکنو پر پایلو هیڅ اغیز نه اچوي، ځکه چې هغه باطلې او تقلبي رایي دي، خو دا په دې معنی نه ده چې ټوله پروسه دې تر پوښتنې لاندې راشي.»

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې تر اوسه یې ۳۴۳ جدي شکایتونه ته رسیدگي کړې ده او د دغه کمیسیون کار چې شکایتونو ته رسیدگۍ ده، کابو تر پنځوس سلنې زیات بشپړ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب