1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماین د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

په غزني کې د سړک غاړې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل. د افغان چارواکو په وینا دغه پېښه په اندړ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. په وژل شویو کسانو کې یو نارینه، درې ښځې او درې ماشومان شامل دي.

https://p.dw.com/p/1Ezrw
انځور: DW

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په غزني کې د سړک غاړې یوې بمې چادونې ۷ تنه چې د یوې کورنۍ غړي وو وژلي دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال اسدالله انصافي، په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه پیښه په اندړ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په وژل شويو کسانو کې یو نارینه، درې ښځې او درې ماشومان شامل دي. دوی ټول په یوې لارۍ کې سپاره وو. تر اوسه پورې د دغې پېښی مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستې خو ډیر وخت طالب جنګیالي د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځاي کوي چې ډیر وخت بیا د همدو بمونو د چاودنې له کبله ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د غزني ولایت ویاند شیفیق الله ننګ، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه کورنۍ هغه وخت د سړک د غاړې پر ماین باندې برابره شوه چې د غزني له ښاره د سودا تر اخیستلو وروسته د خپل کور په لور روانه وه. هغه زیاته کړې ده: «د هغوي موټر پر هغه ماین باندې برابر شو چې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی وو. په چاودنه کې د درو تنو ماشومانو، درو ښځو او یوه نارینه په ګډون د یوې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل شول.»

د انډړ ولسوال قسیم دیسیوال، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې سیمه تر هغه وروسته د طالبانو له خوا په ماینونو پوښل شوې ده چې افغان امنیتي ځواکونو په کې عملیات ترسره کړل. هغه زیاته کړې ده: «طالبانو په انډ‌ړ ولسوالۍ کې په زرهاو ماینونه ځای پر ځای کړي دي. افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د ۲۰ و ۳۰ تر منځ ماینونه خنثی کوي.»

د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره په ۲۰۱۴ کال کې په ملکي تلفاتو کې ۲۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب