1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې کډوال بېرته جګړه ځپلو سيمو ته ورگرځي

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آبان ۳۰, جمعه

د سوریې ډیر شمیر کډوال بیرته خپل هیواد ته ورگرځي، چې د هغې یو دلیل د کډوالۍ له ژوند څخه ناهیلي توب دی. کوردان، عیسویان او آرمنیان وایي چي د مهاجرت تر ژوند يې خپل جګړه ځپلی هيواد بهتره دی.

https://p.dw.com/p/1Dqv4
انځور: picture-alliance/Photoshot

دا چې په سوریه کې کډوال د بریدونو وروسته څرنگه بیرته خپل کورونو لټوي، سړی کولای شي چې په پله پلازمینه دمشق او د سوریې په نورو لویو ښارونو کې دغه صحنه ننداره کړه.

قامشلي د سوريې په شمال کي پرته يوه سيمه ده چي د ترکيې سرحد ته نزدې ده. په دغه سيمه کي تقريبا ۲۰۰ زره انسانان ژوند کوي چي اکثریت برخه یې کوردان جوړوي. خو په دغه سيمه کي يو شمېر مسيحيان هم میشت دي. د سوریې د دغو مسيحيانو څخه يو هم هارود جوزيف دی. هغه د سُتورو په نوم د سوريې د مسيحي مليشې غړی دی او د خپلي سيمي امنيت ساتي.

جوزيف د سوريې له ارمينیايي عيسويانو څخه دی. هغه وايي چي په سوريه کي د جګړې له پېل څخه ترمخه په مسلکي زده کړو بوخت وو. کله چي جګړه پېل سوه نو هغه په دې موخه چي خپلي مسلکي زده کړي د هيواد څخه د باندي په سوله کي پای ته ورسوي، ارمينستان ته یې پناه يووړه. د جوزيف په وينا که څه هم دی د ارمينيايي عيسويانو څخه وو، خو په ارمنستان کي ورسره ښه وضعيت ونه سو. د هغه په وينا هلته د پناه غوښتونکي په توګه د ده له پاره د خپلو مسلکي زده کړو د پوره کولو هيڅ چانس نه وو. دی وايي چي په دې هيله ارمينستان ته کډه سوی وو چي هلته به يو څه پیسې وګټي او په سوريه کي پاتي خپلي کورنۍ سره به مرسته وکړي.

خو هغه وايي چي په کډوالۍ پرې داسي سختي راغلې چي د دې پر ځای چي دی خپلي کورنۍ ته پيسې واستوي، له کورنۍ څخه مرستي غوښتلو ته اړ سو. جوزيف وايي چي په ډېر تکليف يې په يوه ريستوارنت کي د قابونو مينځلو کار تر لاسه کړ خو معاش يې دومره ټيټ وو، چي ګوزاره پرې نه کېده. د هغه په وينا که څه هم چي دی د اوو نورو سوريايي کډوالو سره په يوه کوټه کي اوسېده، خو بيا يې هم د مزدروۍ پيسو بسنه نه کوله. جوزېف وايي چي د سوريې د کډوالو له پاره هغه تر ټولو ساده او ټيټ کارونه چي ورته په مسلکي زده کړو کې اړتيا وي، نه ورکول کيږي.

هغه وايي چي ځان يې په ارمنستان کي د يوه نابلده په توګه احساساوه او همدا وو چي بېرته يې د لبنان له لاري سوريٍې ته د تلو هڅه وکړه. خو دا چي لاري بندي وې نو يې کور ته تګ وځنډېد او په ټوليزه توګه يې له کور څه دباندي ۱۶ مياشتي وخت تېر کړ. جوزيف وايي کله چي بېرته خپل کور ته ستون سو نو يې خپل کور، ناحيه او ښار ونه پېژندل، ځکه چي په وینا یې جګړې هر څه بدل کړي ول. د هغه په وينا حتی انسانان بدل سوي ول.

جوزيف وايي که یې بل واري هجرت کاوه نو اروپا ته به مخه کړي او له خپلي ټولي کورنۍ سره به ولاړ سي. هغه وايي چي د تېر ځل په څېر بيا نه غواړي چې له کورنۍ څخه جلا سي.

د سوریې په شمال کې ډیری خلک پر هغه چا نیوکه کوي، چې اروپا ته د تگ تصمیم نیسي. تر ټولو زیات کوردان پر دې باندې ټینگار کوي چې دا د دوی مکلفیت دی چې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې د یرغلونو پر وړاندې له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

جورج یو له هغو کسانو څخه دی چې اروپا ته کډه سوی وو. هغه د الحسکه سیمې له یوه وړوکي ښار څخه د خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره تللی وو. که څه هم دغه ښار له بې رحمانه جنگي جنایاتو څخه په امن کې پاتې سوی وو، خو د هغه کورنۍ بیا هم له سختو ستونزو سره لاس او گریوان وه. بې روزگاري، د خوراکي توکو د بیو لوړیدل، د بریښنا او د څښاک د پاکو اوبو کموالی او د بې ثباتۍ احساس هغه ستونزې دي چې دغه او نورې کورنۍ ورسره لاس او گریوان وې.

جورج د یوې ښې راتلونکې له پاره له خپلې کورنۍ سره هالنډ ته کډه وکړه. هغه وايي چي هلته یې د خپلي کورنۍ له غړو سره په يوه کوټه کي اوسېده او د بادرنګو په کښت کي يې کار کاوه. خو وايي ځان يې د تبعيض سره مخامخ احساساوه. هغه وايي چي دوه کاله وروسته په دې وجه بېرته په سوريه کې خپلي پلرنۍ سيمي ته ورستون سو، چي د ده په فکر يوازي همدلته د انسان په سترګه ورته کتل کيږي.

۸۶ کلن دجاد هوګوپيان یو ارمینیايي او کشیش دی. هغه وايي چي د جګړې له پېل څخه تر مخه آلمان ته کډه سوی وو. ځکه چي په پلرنۍ سيمه کي يې له ارمينيايي مسيحيانو سره ښه وضعيت نه کېده. هغه وايي چي په آلمان کي يې ۴ کاله ژوند وکړ خو بېرته خپلي پلرنۍ سيمي ته راستون سو. د دجاد په وينا ډېری خلک پر دې خاطر له خپل هيواد څخه تېښتي، ځکه چي د دوی په فکر په دې توګه به له مرګ څخه وتښتي. خو هغه وايي چي مرګ هر چيري دی.