1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې ياغيانو يو بل ښار هم ونيو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۸, جمعه

په سوريه کي د «جيش الفتح» ائتلاف په دې توانېدلی دئ، چي د ادلب ولايت وروستی ښار اريحا هم تر سخت جنگ وروسته ونيسي. د سوريې پوځي ځواک او پلويان ئې تر ماتي وروسته له ښار تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1FYYM
انځور: Reuters/M. Bayoush

د بشار لااسد رژيم د مخالفو ډلو یوه ائتلاف د النصره جبهې په مشرتوب د پنجشنبې په ورځ د سوريې د ادلب ولايت اريحا ښار کنترول هم تر لاسه کړی دئ. اريحا د سوريې په شمال لوېديځ کي د ادلب ولايت وروستی ښار دئ، چي له اسد ځواکونو څخه نيول کيږي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ادارې چي مرکز ئې په لندن کي دئ د فرانسې خبري آژانس ته دا تائيد کړې ده چي النصره جبهې او پلويانو ئې تر سخت خونړي جنگ وروسته اريحا ښار نيولی دئ.

د اريحا ښار په جنگ کي د حزب الله جنگيالي هم د بشار اسد ځواکونو په ملاتړ جنگېدل خو تر ماتي وروسته له اسد ځواکونو سره له ښاره وتلي دي.

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي «جيش الفتح» ائتلاف چي اوس تر سخت جنگ وروسته اريحا ښار نيولی دئ، د سوريې له څو ياغي ډلو څخه جوړ دی چي امريکا متحد ايالات ئې هم ملاتړ کوي.

اريحا ښار چي تر جنگ دمخه پکښې ۴۰ زرو کسانو ژوند کاوه، د ترکيې سرحد ته نژدې او د ادلب ولايت وروستی ښار دئ چي له بشار اسد ځواکونو څخه نيول کيږي.

دغه نوي جوړ سوي ائتلاف «جيش الفتح» تر دې دمخه د مارچ مياشتي په وروستيو کي د ادلب ولايت مرکز او د اپريل مياشتي په وروستيو کي ئې مهم ښار جيسر الشغور فتح کړ.

د سوريې خونړی کورنی جنگ چي د ۲۰۱۱م کال په مارچ مياشت کي پيل سوی دئ تر اوسه پکښې ۲۲۰ زره انسانان وژل سوي او زرونو نور ټپيان سوي دي. دغه راز په ميليونونو انسانان نور له دغه هيواده وتلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب