1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې له کډوالو سره بايد مرسته وسي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۶, سه‌شنبه

له څلورو کلونو راهیسې په سوریه کې خونړی کورنی جنگ روان دی. په میلیونونو انسانان خپلو د کورونو پريښولو ته اړ شوي دي. اوس هغوی د سخت څلورم ژمی په درشل کې دی. سیاستوال او مرستندویه ټولني د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1Dd58
انځور: Reuters/Murad Sezer

په منځني ختیځ کې په جگړه ځپلو سیمو کې په میليونونو انسانان د تېښتي په حال کې دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې په سوریه کې د کورنۍ جگړې له پېل راهیسي تر اوسه له دغه هیواد څخه تر درو میلیونو زیات انسانان گاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي.

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره تر شپږو میلیونو زیات انسانان په دغه هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. په اغیزمن شویو کسانو کې تر شپږو میلیونو زیات يې بیا ماشومان دي.

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر گېرد مولر ویلي دي: «موږ دلته له داسي یو ناورین سره مخامخ یو چې په یوې پیړۍ کې ساری نه لري.» د آلمان د مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) د گوند نوموړي سیاستوال په برلین کې ویلي دي چې دغه ناورین د «اسلامي دولت» ډلي د وحشت له کبله ادامه موندلې ده.

پخپله عراق چې تر څه مودې وړاندي یې د سوریې د کډوالو کوربه توب کاوه، اوس د دغه هیواد په داخل کې د بېلابېلو ټولنو خلک د تېښتې په حال کې دي.

د ژمي موسم په رارسیدو دی

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر گېرد میولر له اغیزمنو شویو کسانو سره د مرستي له پاره د نړیوالي ټولني د لا ډیري پاملرني غوښتنه کړې ده. نوموړي وزیر زیاته کړې ده چې د ژمي موسم په رارسیدو دی او د کډوالو ډیر کمپونه بايد د دغسي یوه حالت له پاره چمتو کړای شي.

د هغه په وینا بارانونه پېل شوي دي او ژر يخه هوا پیلیږي، موږ باید پر دې حساب وکړو چې ښایي ډیری کسان ژوند له لاسه ورکړي. د عراق په شمال او ترکيه کې په ځینو برخو کې یو شمیر خلک تر شنه آسمان لاندي په پارکونو او د سړکونو تر غاړي ورځې او شپې سبا کوي.

گیرد میولر دا خبره په څرگند ډول کوي چې «باید په کمپونو کې هیڅ ماشوم یا اغیزمن شوی کس له یخنۍ، لوږي او یا هم تندي مړ نه شي.» هغه په خپلو څرگندونو کې د کډوالو له پاره تر نورو ۱۰۰ میلیونو پوري د مرستو د لوړولو خبره کړې ده.

آلمان له ۲۰۱۲م کال راهیسي د سوریایي کډوالو سره د مرستي له پاره شا او خوا ۶۳۲ میلیونه یورو ورکړي دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په ټوله کې ۳،۷۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. گیرد میولر له اروپایي ټولني څخه د کډوالو له پاره د یوه میلیارد یورو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «دغه موضوع به د ورځې په اجنداء کې پاته شي. که چیري موږ اروپايي هیوادونه، اروپایی دولتونه لاس په کار نه شو د کډوالو ستونزي به نوري هم زیاتي شي. بیا نو د آلمان، فرانسې او د اروپا نورو هیوادونو ته د هغوی د بهیر مخنیوی ډير گران کار دی.

په همدې وجه موږ باید د هغوی د ژغورني له پاره عمل وکړو او په خاصه توگه ځوانانو او ماشومانو ته د یوې ښې راتلونکې له پاره زمینه برابره کړو.»

په برلین کې د کډوالو له پاره نړیوال کنفرانس

د سه شنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ۴۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د سوريې د کډوالو په هکله په یوه غونډه کې سره راټولیږي. دغي غونډي ته د آلمان د پراختیایي چارو وزیر گېرد مولر، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر او د ملگرو ملتونو د کډالو د ادارې مشر انتونیو گوتیرس هم وربلل شوي دي.

د منځني ختیځ له پاره د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې سیمه ییزي مشري ماریا کالیویز، ویلي دي چې نوموړې د آلمان له فدرالي جمهوریت څخه د دغه کنفرانس د رابللو له کبله منندوی ده. د نوموړي په وینا په دې کار سره به یووار بیا دغي سیمي ته توجه واړول شي چې په عاجله توگه مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې ده چې نه یوازي کډوال، بلکي هغه هیوادونه چې کډوال یې منلي دي تر ټولو زیات د سوریې گاونډي هیوادونه لکه لبنان، اردن او ترکیه د بې وزلې او د راتلونکی په هکله له اندیښنو سره مخامخ دي.

په برلین کې د کډوالو له پاره جوړ شوی کنفرانس به په څرگند ډول د بسپنه ورکونکو هیوادونو د کنفرانس په توگه و نه انگیرل شي، بلکي د دې پر ځای یو سیاسي دریځ وړاندي کاندي. د آلمان صدراعظمې د دوشنبې په ماښام د صدارت مقام کې د لبنان صدراعظم تمام سلام ته د هرکلي پر مهال ویلي دي: «زه هیله منده یم چې دغه کنفرانس د خواخوږۍ یو پیاوړی زیگنال وړاندي کا.» په پام کې ده چې د برلین په کنفرانس کې به د لبنان صدراعظم هم گډون وکړي.

په ترکيه کي د کډوالو په کمپ کي ماشومان
په ترکيه کي د کډوالو په کمپ کي ماشومانانځور: DW/J. Hahn