1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې آزاد پوځ کوباني ته ۱۳۰۰ جنگيالي لېږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۲, جمعه

اوس د سوريې ياغيانو د آزاد پوځ جنگيالي هم غواړي چي د دغه هيواد په شمال کي د کورد مېشته ښار کوباني دفاع ته ور ودانگي. د امريکا محتدو ايالاتو هوايي بمبار بايد هغوی ته تر دغه ښاره پوري لاره پرانيزي.

https://p.dw.com/p/1Dbh1
انځور: Salah Al-Ashkar/AFP/Getty Images

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت «پنتاگون» خوشبيني ښوولې ده چي کوباني ښار اوس د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د نيولو له گواښ سره مخامخ نه دئ.

د امريکا پوځ ويلي دي چي دغه افراطي ډله د کوباندي ښار پر لور له پرمختگه لوېدلې ده. د پوځ په خبره د اسلامي دولت ډلي د پرمختگ درېدل به دغه ښار ته له عراق او ترکيې څخه د کردانو او دغه راز د سوريې د اپوزيسيون جنگياليو ته د ورتگ زمينه برابره کړي.

د سوريې ياغيانو د آزاد پوځ جنگياليو اعلان کړی دی، چي د «اسلامي دولت» (IS) ډلي پرضد مبارزه کي به د کوباني ښار د کردانو ملاتړ ته ور ودانگي.

د دغه پوځ رئيس ويلي دي چي د شمالي ولايت «حلب» د ياغيانو ډيرو ټوليو کوباني ته د تگ هوډ کړی دئ. د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان تر دې دمخه د ۱۳۰۰ کوردي ياغيانو د ورتگ خبره کړې وه.

خو دا چي دغه ياغيان به له کومي خوا کوباني ته ننوځي تر اوسه لا روښانه نه ده.

بله خوا د سوريې د آزاد پوځ قوماندان د امریکا متحدو ايالاتو په مشرتوب ائتلاف د هوايي بمباريو غوښتنه کړې ده، څو کوباني ته د ياغيانو د ورتگ لاري پرانيستل سي. دغه ائتلاف په عراق او سوريه کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بمباري کوي.

که څه هم د سوريې په آزاد پوځ کي يو شمر افراطي کسان شامل دي، خو بيا هم دغه جنگيالي د دغه هيواد په ځينو برخو کي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد جنگيږي.

تر دې دمخه په عراق کي د کردانو خپلوکمني ادارې تياری ښوولی وو چي خپلي «پيشمرگي» ملېشې کوباني ښار ته د کردانو د ملاتړ له پاره ولېږي. خو دغه ملېشه تر اوسه پوري کوباني ته رسېدلي نه دي. که څه هم ترکيې ويلي دي چي له خپلي خاوري څخه به دغو کسانو ته د تيرېدو اجازه ورکړي.