1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوداگري خونه: له افغانستان څخه پانگې د تیښتې په حال کې دي

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبه

په تیرو ۱۳ کلونو کې په زرهاو لوی موټر د ناټو ځواکونو ته د سون او یا نورو موادو په رسولو بوخت وو او د لوجیستیکي شرکتونو کار ښه پر مخ روان وو. اوس چې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دغه شرکتونه په کومو کارونو بوخت دی؟

https://p.dw.com/p/1ESuY
انځور: Reuters

د افغانستان د سوداگري او صنایعو خونه وایي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو سره لوجیستیکي او ساختماني شرکتونو تر نورو ډیره ضربه لیدلې ده. دغو شرکتونو و نه شوای کولای چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او خپله پانگه یې له دې هیواد څخه بهر و ایستله.

د دې خونې چارواکي وایي چې په وار وار یې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د لوجیستیکي او ساختماني شرکتونو د فعالیت د دوام له پاره لاره هواره کړي، ترڅو په تیرو ۱۳ کلونو کې په دې بخش کې ترلاسه شوې پانگې ضایعه نه شي، خو بیا هم د حکومت له خوا په دې برخه کې څه و نه شول.

د سوداگرۍ او صنایعو د خونې ویاند هاشم رسولي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دغو شرکتونو د فعالیتونو دریدل نه یوازې د سوداگري د کمیدو سبب شوي دي بلکه له وجې یې ډیر شمیر کسانو خپل کارونه هم له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه: «تر ۲۰۱۲ کال وروسته، له افغانستان سره د مرستو له کمیدو سره د دغو شرکتونو گټې او پیسې سرگردانه وي. د سوداگري او صنایعو خونې یو کنفرانس جوړ کړ چې حکومت دغو شرکتونو ته نوي فرصتونه معرفي کړي خو په خواشینۍ سره چې افغان حکومت په دې برخه کې کومه پالیسې نه لرله.»

د سلهاو میلیونه ډالرو وتل

د سوداگري او صنایعو خونې چارواکي وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د لوجیستیکي او ترانسپورتي فعالیتونو کمیدل له یوې خوا او په افغانستان کې سیاستي ستونزې له بلې خوا د دې سبب شوي چې یو شمیر شرکتونه د سلهاو میلیونه ډالرو په ارزښت خپلې پانگې له افغانستان څخه وباسي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: «له دې کبله چې د پانگونې له پاره کوم بدیل موجود نه وو، موږ ولیدل چې ډیرې پانگې له افغانستان څخه ووتلې. دغه پانگې ډیر وخت لوجیستیکي او ساختماني شرکتونو پورې تړلې وې. په دې برخه کې دقیق شمیر په لاس کې نه شته خو باور پر دې دی چې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې له افغانستان څخه د ۵۰۰ او ۶۰۰ میلیونو ډالر تر منځ پانگې ترکیې او یا هم دوبۍ ته ولاړې.»

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو سره، په دې هیواد کې د امنیتي او اقتصادي راتلونکې په اړه اندیښنې هم ډیرې شوې. دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت چارواکي ټینگار کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره پلانونه لري.

ولسمشر غني پارلمان ته په خپلې وروستۍ وینا کې ټینگار وکړ چې د ملي اردو او پولیسو د اړتیا وړ ټول مواد به پخپله له افغانستان څخه راونیسي. د سوداگري او صنایعو خونه وایي چې د دې پلان عملي کیدل کیدای شي د ډیر شمیر افغانانو له پاره د کار زمینه برابره کړي.

رسولي ټینگار کوي چې افغان حکومت باید نه یوازي د افغان امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ محصولات له افغانستان څخه برابر کړي، بلکه باید د ټولو وزارتونو د اړتیا مواد د افغانستان له مارکیټ څخه پوره کړي.

رسولي په عین حال کې له افغانستان څخه د پانگوالو د تیښتې په اړه هم اندیښنه څرگندوي او وايي چې د پانگونې د سختو شرایطو له کبله ډیر شمیر افغانان خپلې پیسي نورو هیوادونو ته لیږدوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب