1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان بې رحمه قاضیان

عبدالباري حکیم (دویچه)۱۳۹۳ آبان ۹, جمعه

به سعودي عربستان کې د ۲۰۱۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۶۰ کسان اعدام شوي دي. د دیني جرایمو په شمول ډیر نور جرایم کیدای شي چي په دغه هیواد کې د اعدام له حکم سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/1Df3e

رائف بدوې په خپل انترنتي پاڼه کې چې «د سعودي لیبرالان» نومیږي، د سعودي عربستان لوړ پوړي دیني چارواکي تر انتقاد لاندې نیولي دي. سربیره پر دې هغه د خپل هیواد د خلکو په ورځني ژوند کې د اسلام پر نقش باندې هم نیوکې کړي دي. د دې په پایله کې د سعودی قاضیان هغه دین ته په «سپکاوي» تورن کړی دی. دغه راز بدوي تورن شوی چې د سعودی پر دیني مراجعو ېې ملنډې وهلي دي او د «اطاعت له پولې» څخه ېې سرغړونه کړی ده. پر هغه باندې همداراز د «ارتداد» تور هم لگول شوی. په دې ترتیب سره نو ویل شوي دي چې هغه خپل دین پریښی دی.

په سعودي عربستان کې دغه شان تورنه د اعدام حکم لري. د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې محکمې نوموړی په ۶۰۰ درو او اوو کلونو زندان محکوم کړ. بدوي د مرافعې غوښتنه کړی ده. سږ کال د می په میاشت کې قاضیانو د یو نوي حکم د صادرولو سره نوموړی په زر درو او لس کلونو زندان محکوم کړ. سر بیره پر دې بدوي باید ۱۹۵ زره ایرو نقدي جریمه هم تحویل کړي.

بدوي یوازینی سعودي نه دی چې له داسې یوه برخه لیک سره مخامخیږي. په سعودي عربستان کې په منظمه توگه د بشري حقونو فعالان او د مذهبی مراجعو انتقاد کوونکي په ډيرو سختو سزاوو محکومیږي. د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې یوې محکمې د ولید ابوالخیر په نامه یو فعال په ۱۵ کلونو زندان محکوم کړ.

د بخښنې د نړیوال سازمان د یوه رپوټ له مخې، سعودي قاضیانو پر بدوي باندې دغه تورونه لگولي دي: له اولوالامر څخه نه اطاعت، د پادشاه د واکمنۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل، له نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو له لاری د دولت حیثیت ته تاوان رسول او د هغو معلوماتو چمتو کول، زیرمه کول او استول چې عامه نظم ته خطر پیدا کوی.»

د قانون د انبساط او تفسیر وړ مادو څخه استفاده

هغه قاضي چې د ابوالخیر د «جرمونو» په هکله حکم صادر کړی دی د ترهگرۍ ضد له یو قانون څخه استفاده کړی ده. په هغه وخت کې چې د ابوالخیر پر ضد دغه دعوا اقامه شوه، دغه قانون لا نافذ شوی نه وو. دغه قانون د ۲۰۱۴ کال د فبروري په میاشت کې نافذ شو چې دولت ته دا امکان ورکوي چې د «تروریستي جنایاتو» پر ضد عمل وکړي.

له دغه قانون څخه د سعودی مقننه ارگان د نورو مسایلو سر بیره د دغو جرایمو په هکله استفاده کوي: هغه هڅې چې د دولت عامه نظم گډود کړي، د خلکو یا دولت امنیت له خطر سره مخامخ کړي، ملی یووالی له گواښ سره مخامخ کړي او یا د دولت شهرت او حیثیت ته تاوان ورسوي. له تفسیری او انبساطي اصطلاحاتو څخه د سعودی قاضیان پر خپلو ډيرو حکمونو کې استفاده کوي.

په خاصه توگه په تیرو دوو کلونو کې د سعودي عربستان د بشري حقونو فعالین او ویبلاگ لیکونکي په اوږد مهالو حبسونو محکوم شوي دي. په دی ډول سعودي عربستان د مطبوعاتو آزادي محدوده کړې ده. په هغه یو وروستي رپوټ کې چې د «بی سرحده ژورنالیستانو» د سازمان له خوا خپور شوی دی، سعودی عربستان د مطبوعاتو د آزادی د ۱۸۰ مراعات کونکونو په لست کې ۱۶۴ ځای لري. سعودي عربستان د مرگ د سزا په تطبیق کې د نړۍ د مخکښو هیوادونو له جملې څخه دی. د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوت له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په سعودي عربستان کې ۷۹ تنه اعدام شوي دي. په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمیر ۶۰ ته رسیدلی دی.

«دین ته سپکاوی»

د مرگ سزا په خاصه توگه د قتل او د نشه یی توکو د قاچاق په جرایمو کې صادریږي. خو دغه سزا د «دیني جرایمو» په برخه کې هم ورکوله کیږي. د بیلگې په توگه د ۲۰۱۴ کال د اوکتوبر په نیمايي کې یو شیعه مذهبي مشر نمر باقر النمر، په ا عدام محکوم شو. هغه په دې تورن شوی دی چې گواکې د مذهبي فرقو تر منځ ېې د زورزیاتیو له پاره غږ کړی او د احتجاجونو بندوبست یې کړی دی. سر بیره پر دې هغه تورن شوی دی چې د پادشاه له اطاعت څخه یی سرغړونه کړی ده.

د آلمان د مونستر په پوهنتون کې اسلام پيژندونکی بنو پریوشافت، چې په خاصه توگه د عربي سلطنتونو په برخه کې څیړنې کوي وايي چې دا حکم د هغه یو پیغام ښکارندوی دی چې سعودی عربستان «هیڅ ډول بدلون غوښتونکي او انقلابي خوځښتونه نه ځغمي».

بنو پریوشافت په دې نظر دې چې په اصطلاح د «دینی جنایتاتو» تر نامه لاندې ډیر حکمونه کیدای شي صادر شي. نوموړی کارپوه وايي دا ځکه چې د «سعودي واکمنه کورنۍ خپل سیاسي مشروعیت د یو نقش پرنسټ توجیه کوي.»

دغه کارپوه یادونه کوي چې له دې سره د سعودي واکمنه کورنۍ ځان د اسلام ساتونکې او د دوو سپیڅلو زیارتونو مکه او مدینه چې مسلمانان یی حرمین شرفین بولي، محافظه گڼي. له دې ډول استدلال سره هغه د خپل هیواد په دننه او نړیواله سني مذهبه ټولنه کې په سني اسلام کې د مذهبي مشری ادعا لري: «دین باندې هر ډول انتقاد د سعودي د سلطنتي کورنۍ له نظره د هغې پر مشري باندې د انتقاد معنی لري او له دې سره د هغې د قدرت انحصار تر پوښتنې لاندی نیسي.»

د آلمان د دیپلوماسي له پاره ننگونې

د سعودي عربستان ناخوال بشري وضعیت د آلمان د بهرني سیاست له پاره یوه ستره دیپلوماتیکه ننگونه ده. د آلمان په پارلمان کې د بهرنې او د بشری حقوقو او د بشری مرستو په جرگه گې کې د غړي مرستیال رالف میوتڅنیخ، چې د سوسیال دیموکرات د گوند څخه دی، وایي: «سعودي عربستان له ستراتیژیکي او اقتصادي لحاظه یو نړیوال مهم لوبغاړی دی.»

خو میوتڅنیخ یادونه کوي چې په سعودی عربستان کې د ناخوال بشری وضعیت او د اعدام حکومونه دغه اړیکې تر فشار لاندې راوړي: «ښکاره ده چې دا سختی پوښتنې رامنح ته کوي چې سړی ېې باید له پام څخه ونه غورځوي بلکې باید د هغو په هکله په ښکاره توگه خبرې وشي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب