د سرو وېښتانو په اړه په زړه پورې معلومات
د سرو وېښتانو لرونکو انسانانو په هکله بېل قضاوتونو او مفکورې موجودې دي. د بېلګي په توګه پخوا دا يوه عامه خبره وه چي ويل به يې سره ورېښتان لرونکي مېرمني کوډګرې وي او يا دا چي هغوی د انسانانو ويني چښي.
د سره ویښتان لرونکو فیستیوال
د هالند په برېدا ښار کي هر کال د سرو وېښتانو لرونکو انسانانو يو فيستيوال جوړيږي. په دغه فيستیوال کي هر کال له بيلو هيوادونو څخه راغلي سره ورېښتان لرونکي کسان برخه اخلي.
د نړۍ په بيلو هيوادونو کي
دا يو منل سوی حقيقت دی چي تر ټولو زيات سره ورېښتان لرونکي انسانان په بريتانيا او په زياته بيا په سکاتلند کي ژوند کوي. خو کله چي څوک د هالند په برېډا کي له بيلو هيوادونو څخه راغلي د سرو ورېښتانو د فيستيوال ګډون وال وويني، نو ورته يو بل حقيقت څرګنديږي: په ميکسيکو، سويلي افريقا، اسرائيل او يو شمېر نورو هيوادونو کي هم سر ورېښتان لرونکي انسانان سته. په آلمان کي د نفوس دوه سلنه سره ورېښتان لرونکي دي.
د سرو وېښتانو لرونکو انسانانو مېله
د ټولې نړۍ د نفوس یوازې درې سلنه انسانان سره وېښتان لري له همدې کبله آن په داسي هيوادونو لکه بريتانيا کي چيري چي د هغوی شمېر زيات دی، يو يو سره وېښتان لرونکی کس تر سترګو کيږي.
ایا سره ویښتان د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي؟
اټکل کيږي چي په راتلونکو ۱۰۰ کالو کي به نور هيڅ انسان سره وېښتان ونه لري ځکه چی يو ماشوم صرف هغه وخت له سرو وېښتانو سره زيږي چي مور او پلار يې دواړه سره وېښتان لرونکي وي. دا چي د سرو وېښتانو لرونکو انسانانو شمېر ډېر کم دی، نو ډېر کم داسي چانسونه پيدا کيږي چي هغوی داسي د ژوند شريک پيدا کړي چي سره ورېښتان ولري.
تصادف امکانات رامنځ ته کوي
بريتانوي ساينسپوهانو داسي حقايق موندلي دي چي له مخي يې د نړۍ ۴۰ سلنه انسانان که هغه هر ډول پوستکی او وېښتان ولري، د MCR1R په نوم جين يا موروثي کود په ځان کي لري. که يوه ښځه او نارينه دواړه ياد جين په ځان کي ولري نو ۲۵ سلنه د دې چانس وي چي ماشوم يې سره وېښتان ولري.
ډېر کلک خو ډېر حساس
سره وېښتان نه يوازي دا چي دلکشه وي بلکه د اناستازي هغه ډاکټر چي د لومړي ځل لi پاره سره وېښتان لرونکې ښځه د طبي عملياتو پر ميز ولري ښايي حيران شي ځکه دغه ډول کسان د نورو انسانانو په پرتله ۲۰ سلنه زيات د بې هوشۍ درملو ته اړتيا لري. بله دا چي هغوی د ځینو دردونو پر وړاندې ډېر کلک خو له يخ او لمر سره بیا زیات حساس وي.
له لمر سره حساسيت
څه نا څه ټول سره وېښتان لرونکي انسانان ډېر سپين پوستکی لري. دا د دې لامل کیږي چي هغوی د لمر د وړانګو پر وړاندي زیات حساس وي. هغوی د نورو په پرتله زيات وخت په لمر کي نه سي پاتېدای.
پر خپلې خبرې ولاړ
د سره وېښتان لرونکو انسانانو په هکله ويل کيږي چي زيات پر خپل دريځ ټينګار کوي. خو دا خبره ثابته نه ده. ثابته يوه بله خبره ده، هغه دا چي د دوی وېښتان حتی تر زيات عمر پورې نه سپينيږي او خپل اصلي رنګ له لاسه نه ورکوي.
سره ورېښتان او مشکلات؟
په داسي حال کي چي د سره وېښتان لرونکو ښځو پر وړاندي مثبت فکرونه زيات وي او هغوی ښايسته ګڼل کيږي، سره وېښتان لرونکي نارينه د زياترو ښځو له پاره ډېر په زړه پورې نه وي.
نه بدلېدونکی مخکنی قضاوت؟
توماس کنايت نومي عکاس وايي چي دا خبره هيڅ نه ده ثابته سوې او يو مخکنی قضاوت دی چي سره وېښتان لرونکي نارينه د ښځو له پاره زيات په زړه پورې نه وي.