1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

په نیپال کې د څو لسیزو وروسته د ویجاړونکې زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی. ملگرو ملتونو د نړیوالو بیړنیو مرستو له پاره غږ کړی دی او په دغه هیواد کې یې د یوه بشري ناورین په هکله خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1FFIp
انځور: picture-alliance/AP Photo//N. Shrestha

د دوشنبې په ورځ لویدیځو خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې په نیپال کې د زلزلې له کبله د قربانیانو شمیر تر درو زرو اوښتی دی. د فرانس پرس او رویټرز خبري آژانسونو د نیپالي چارواکو له قوله د شنبې په ورځ د ۷،۹ په شدت رامنځ ته شوې زلزله کې دغه مرگ ژوبله تائید کړې ده.

خبري آژانسونو د نیپال د کورنیو چارو وزارت طبیعي آفاتو سره د مبارزې د څانگې د مشر رامیشور دانگال له قوله لیکلي دي: «د وژل شوو کسانو شمیر ۳۲۱۸ تنو ته رسیدلی دی او ۶۵۰۰ کسان ټپیان دي.» تر دې د مخه د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۵۰۰ تنه ښوول شوی وو.

د نیپال په گاونډیو هیوادونو هند او چین کې هم د ۹۰ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. په نيپال کې په زرونو کسان خپلو کورونو پريښولو ته اړ شوي دي او مرستندویه سازمانونو د بیړنیو مرستو له پاره غږ کړی دی. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې ډیر شمیر ټپیان په خراب روغتیایي وضعیت کې قرار لري او درملنې ته اړتیا لري.

په پلازمینه کتمندو کې ناروغان او ټپیان تر شنه آسمان لاندې ورځې شپې سبا کوي، ځکه روغتونونه ډک دي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې جراحانو د کتمندو د طب پوهنځي د باندې میدان په یوه خیمه کې عملیات خانه پرانیستې ده.

د مرگ ژوبلې شمیر لوړیدو ته په کتو سره ملگرو ملتونو د یوه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په هکله خبرداری ورکړی دی. ملگرو ملتونه اټکل کوي چې کابو یو میلیون ماشومان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د لټون او ژغورنې چارې د یکشنبې په ورځ د رامنځ ته شوو کوچنیو زلزلو له کبله له خنډونو سره مخامخ شوې دي. د طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې یوه غړي دیپک پانډا، ویلي دي چې دوی له ټول هیواد څخه د ژغورنې او مرستو غوښتنې تر لاسه کړي دي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي په داسې حال کې چې ژغورنکي ډلې لیرې پرتو کلیو او بانډو ته د رسیدو په هڅه کې دي، ښایي چې د مرگ ژوبلې شمیر لا پسې لوړ شي.

ډیر شمیر هیوادونو د هند، چین، بریتانیې، امریکا متحده ایالاتو او آلمان په شمول له ژغورونکو عملیاتو سره د مرستو اعلان کړی دی. هند دغه هیواد ته دارو درمل او له طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ځواک غړي استولي دي. چین هم یو ۶۰ کسیز ټیم استولی دی.

د مرستو ډیر شمیر الوتکو ته د یکشنبې په ورځ د ناستې اجازه ور نه کړل شوه، ځکه چې د کوچنیو زلزلو له کبله د کتمندو یوازینې نړیوال هوایي ډگر څو وارې وتړل شو.

د غرو ختونکو د ورکیدو ویره

د همالیه د غرونو په لړۍ کې د واورې ښویدنې له کبله د ډیر شمیر نیپالیانو او بهرنیو غره ختونکو د بند پاتې کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د ماونټ ایوریسټ لوړې څوکې ته د غره ختونکو پر یوه کمپ کې واورې ښویدنې ۱۷ تنه وژلي دي.