1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د مرستې کاروان اوکرایین ته ننوت

کلیبر، راین هارد / عبدالبارِ حکیم۱۳۹۳ مرداد ۳۱, جمعه

د روسې حکومت تصمیم ونیو چې د اوکرایین لپاره د خپلې مرستې یو کاروان د کیف د حکومت له اجازی پرته د اوکرایین د خاورې دننې ته واستوي. د کتار لومړې لارې په خپل سرله سرحد څخه تیرې شوې

https://p.dw.com/p/1CzPF
د روسېې د مرستې کاروان
د روسېې د مرستې کاروانانځور: Reuters

خبریالان او د روسې خبری آژانسونه د دونیڅک - اسوارینو له گډې پولې څخه رپوټ ورکړ چې یو گڼ شمیر لارې چې سپین رنگ یې درلود، له سرحد څخه تیرې شوي دي. په ماسکو کې د بهرنیو چارو وزارت څرگنده کړه: « د یوی موافقې لپاره مونږ نور ښکاره دروغ او مخالفت ځغملی نه شو- روسېې فیصله وکړه چې په عمل لاس پورې کړي. د مرستې کاروان د لوهانسک په لور خپل حرکت پیل کړ.»

په کیف کې حکومت دغه خبر تصدیق کړ چې دا لارې د هغه له موافقې او د سره صلیب له ملگرتیا پرته حرکت کړی دی. مرستندویو سازمانونو هم له دی موضوع څخه پخلې کړی دی. د اوکرایین مشرې سمدلاسه د دغه شخړیز کاروان د خوځښت له امله پر روسیې باندې په اوکرایین کې د «غیرمستقیمې مداخلې» تور ولگاوه. د انترفکس خبري آژانس د رپوټ له مخې د اوکرایین د کورني استخباراتي سازمان SBU رئیس والنتین نیلاې وایچینکو وویل : « د سره صلیب تر نامه لاندې دا پوځي نقلیه وسیلې دي. خو اوکرایین به د لمسونې د مخنیوي لپاره پر دې کاروان باندی برید ونه کړي.»


په لوهانسک نښتی روانې دي
په لوهانسک نښتی روانې ديانځور: Reuters

په کیف کې حکومت تیره اونې وروسته له یوې اوږدې شخړې څخه دغه کاروان د اوکرایین په ختیځ کې د اړو خلکو لپاره د یو بشري ماموریت په توگه وپیژند. د پنجشنبه په ورځ د اوکرایین سرحدي محافظینو د ۳۰۰ لاریو چې له څه د پاسه یوې اونې را په دې خوا انتظار ایست، د تیریدو و بندوبست پیل کړ. روسیې له دې مخکې موافقه کړې وه چې د کاروان مشری به سره صلیب ته سپاري . خو سره صلیب نه غوښتل چې د اوکرایین د امنیتې ضمانت څخه پرته دغه مسوولیت په غاړه واخلي. په کیف کې مشرۍ دا غوښتنه رده کړه او استدال یی دا وه چې د سرحد او لوهانسک تر منځ پرته سیمه لا تراوسه د یاغیانو په لاس کې ده. د مرستې دغه کاروان چې ویل کیږي، ۲۰۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار دي د اگست په ۱۲ له ماسکو څخه حرکت وکړ او په دی موده کې د اوکرایین په سرحد کې ولاړ پاتې ؤ.

د کیف د معلوماتو له مخې په دی منځ کې روسي پلوو یاغیانو د اوکرایین په ختیځ ښار لوهانسک کې د Mi-24 ډوله پوځي څرخې الوتکه نسکوره کړې ده. په کیف کې وسلوالو ځواکونو وویل چې د الوتکې دواړه پیلوټان وژل شوي دي. د چهار شنبه په ورځ لوهانسک ته نژدی يو پوځي نقلیه وسیله هم وویشتل شوه.


اوکرایین ته د مرکل سفر


د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر، پاول کلمیکین په نظر له اوکرایین څخه د شنبه په ورځ د آلمان د صدراعظمې انگلا مرکل د سفر په ترځ کې هم ښایی د اوکرایین په ختیځ کې نښتې دوام پیدا کړي. کلمیکین د آلمان دوهم تلویزوني شبکې، ZDF سره په یوه مرکه کې چی په آلمانې ژبې خبری کولې وویل: «له روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره د یو اوربند لپاره مهمه دا ده چې دا ډاډ تر لاسه شي چې نور له روسیی څخه هغوی ته اکمالات نه رسیږی.» هغه وویل: « د پولې کنترول باید وشي. لا تراوسه له پولو څخه درنې وسلې، ټانکونه او پیسې تیریږي.»


د آلمان صدراعظمه، انگلا مرکل د شنبه په ورځ اوکرایین ته سفر کوي. دا د ۲۰۱۳ کال په پای کې د اوکرایین د کړکیچ له پیل څخه را په دی خوا د هغې لومړی سفر دی چې دغه هیواد ته یی کوي. د مرکل ویاند وویل: «صدارعظمه غواړي چې په کیف کې د هغو امکاناتو په هکله خبری وکړي چې څرنگه کیداشي له اوکرایین سره په دغه سخت کړکیچ کې مرسته وشي.»