د روسیې او مرکزي آسیا هیوادونو گډې پوځي آزموینې
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه
د فرانسي خبري آژانس(AFP) د تاجکستان له پلازمینې دوشنبې څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویلي دي چې د Collective Security Treaty Organizationیا د گډ امنیتي تړون سازمان غړو هیوادونو ۲۵۰۰ سرتیري په دغو گډو تمرینونو کې برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په گاونډي هیواد افغانستان کې د طالبانو له خوا په ترسره کیدونکو ترهگریزو بریدونو کې ډیروالي د مرکزي آسیا هیوادونه اندیښمن کړي دي.
له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو تر وتلو ورسته د روسیې په مشرۍ دغو پوځي تمرینونو ته، په سیمه کې د سولې د ضامن په توگه د دغه هیواد د مطرح کیدو په سترگه کتل کیږي. روسیې د دغو آزموینو له پاره خپل ۵۰۰ سرتیري تاجکستان ته استولي دي. سربیره پر دې په دغو تمرینونو کې د تاجکستان، قراقستان،کرغزستان، ارمنستان او بلاروس یا سپیني روسیې هیوادونه هم برخه لري.
دا چې تاجکستان له افغانستان سره گډه پوله لري نو د ستراتیژیکو اهدافو له مخې دغه هیواد د مرکزي آسیا هیوادونو له پار ډیر مهم دی. دغه هیواد د افغانستان له کندز ولایت سره گډه پوله لري، چیرې چې د طالبانو له خوا د ترسره شوو وروستیو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه وژل شوې او د لسو زرو په شاوخوا کې بې کوره شوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله دوی د افغان چارواکو هغو ادعاو اندیښمن کړي دي چې گواکې په دغه سیمه کې د فعالو طالبانو ځینې ډلې په عراق او سوریې کې د پخواني داعش یا «اسلامي دولت» ډلې له جهادیانو سره د اړیکو نیولو په حال کې دي.
دا خبره مهمه ده چې د افغانستان کړکیچ د مرکزي آسیا یا د پخواني شوروي اتحاد هیوادونو له پاره هم ستونزي زیږولي دي. دغه هیوادونه اوس د خپل امنیت له پاره د روسیې مرستې او ملاتړ ته سترگې په لاره دي.
په تاجکستان کې د روسیې یوه مهمه پوځي اډه موجوده ده. دغه هیواد هم له روسیې څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړی. د امنیتي چارو یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې د تاجکستان او ترکمنستان په څیر هیوادونه پرته له خارجي مرستې څخه د دا ډول ځانگړو شرایطو د کنترول توان نه لري.
په سیمه کې د افغان کړکیچ د لمن پراخیدو د ویرې سربیره، ځنې هیوادونه دې تیار نه دي چې د Collective Security Treaty Organization یا د گډ امنیتي تړون سازمان غړی شي. دغه هیوادونونه په دې اند دي چې روسیه غواړي له دې سازمان سره د مرکزي آسیا هیوادونه وویشي او خپلې گټې ترلاسه کړي.
د افغانستان گاونډي هیواد ازبکستان د همدغې ادعا پر بنسټ په ۲۰۱۲ کال کې له دې سازمان څخه ځان ووت.د نړیوال بحران ډلې د سیمه ییز مشر Deidre Tynan په اند البته په افغانستان کې د« اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د فعالیت ډیریدل د مرکزي آسیا هیوادونه له گواښ سره مخامخ کولې شي.
د بهران ډلې سیمه ییز مشر وویل چې له سیمه ییزو گواښونو سره د مبارزي له پاره د گډ امنیتي تړون سازمان غږونه ډیر پورته کړي دي، خو د عمل په ډگر کې یې هیڅ هم نه دي کړي. تاینن زیاته کړی چې:« اوس باید دا وگورو چې که د افغانستان د کړکیچ لمن د مرکزي آسیا هیوادونو ته هم وغځیږي نو دغه سازمان به یې څنگه مقابله وکړي».