1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د رمادي ۲۵ زره خلک د داعش له ډاره تښتېدلي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

د شیعه ملیشو بېلا بېلي ډلي پر رمادي ښار باندې د برید له پاره چمتووالی نیسي. دغه ښار د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تر کنترول لاندی رغلی دی. ملگري ملتونه وایي چې تر اوسه له دغه ښاره ۲۵ زره انسانان تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1FRk3
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ د شیعه ملېشو په زرونو تنه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» جنگیالیو پر ضد د جگړې له پاره چمتو شوي دي. د اسلامي دولت ډلې له خوا د رمادي ښار نیول، چې د پلازمېني بغداد په لویدیځ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، په تیر یوه کال کې د عراق د ځواکونو له پاره لویه ماته بلل کیږي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ او د عیني شاهدانو او د پوځ د چارواکو له قوله د رمادي ښار ته څیرمه په یوه پوځي اډه کې درې زره شیعه ملیشې سره یو ځای شوی دي او د اسلامي دولت ډلې پر ضد د یرغل له پاره چمتووالی نیسي.

یوه عیني شاهد د زغروالو موټرو د کتار د لیدو رپوټ ورکړی دی چې په وینا یې د عراق د حزب الله ډلي بیرغونه پر رپېدل او د پوځي اډې پر لور د حرکت په حال کې ول.

له دې ټولو سره سره، ویل کیږي چې د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي، دا پریکړه چې رمادي ښار ته شیعه ملیشي راوغواړي ښایي د فرقه يي درز د ډېرښت سبب وگرځي، ځکه چې د رمادي ښار زیاتره اوسیدونکي سنیان دي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې اوس د عراق حکومت په دې هڅه کې دی چې د انبار ولایت سني قبایل د شیعه ملیشو ورتگ ته واداره کړي.

اسلامي دولت، چې پخوانی نوم یې داعش دی د رمادي ښار په تیرو دوو ورځو کې تر سختې جگړې وروسته ونیو.

ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شا او خوا ۲۵ زره کسان د اسلامي دولت ډلي له خوا پر رمادي ښار باندي تر برید وروسته تښتیدلي دي. ويل شوي دي چې زیاتره دغه کسان د پلازمېني بغداد پر لور تللي دي.

ملگرو ملتونو او نورو مرستندويو سازمانونو د کډوالو له پاره د خوارکي موادو، د څښاک د پاکو اوبو او طبي وسایلو د برابرولو او د هغوی له پاره د کمپونو پر جوړولو کار پیل کړی دی. خو په عراق کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې ویلي دي چې په دغه هيواد کې د مرستو رسولو ماموریت بودجه مخ پر خلاصیدو ده.

د اسلامي دولت له خوا د رمادي ښار نیول د تیر کال په جون میاشت کې د موصل ښار تر سقوط وروسته د عراق حکومت له پاره ستره ماته گڼل کیږي.