1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو او خبریالانو د ستونزو په هکله غونډه

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

د رسنیو د بنسټونو مسوولینو او ګڼو خبریالانو په کابل کې د «بدلون لسیزه او رسنۍ» تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده چې د رسنیو او خبریالانو ستونزې به تر بحث لاندې ونیسي. غونډه اجرائیه رئیس هم وینا وکړه.

https://p.dw.com/p/1FEqv
انځور: Fotolia/wellphoto

له رسنیو څخه د نړیوال مالي ملاتړ کمیدل، د خبریالانو پر وړاندې لا ډیر تاوتریخوالی او د بنسټپالو له لوري د رسنیو پر وړاندې چې کوم محدودیتونه وضع کیږي، د خبریالانو د نهادونو پر وړاندې اصلي انديښنې گڼل کیږي.

په دغه دوه ورځني کانفرانس کې چې د رسنیو د فدراسیون له خوا جوړ شوی دی د هیواد له ګوټ ګوټ څخه تر سلو ډېرو خبریالانو او د رسنیزو ادارو استازو پکښې ګډون درلود.

رسنیزې ادارې اندېښنه لري‌ چې د بدلون په لسیزه کې به له رسنیو سره نړیوالې مرستې راکمي شي او ښایي د ترهگرو ډلو له لوري به خبریالانو ته لا نور گواښونه متوجه شي. خو حکومتي چارواکي بیا وايي چې د رسنیو او خبریالانو‌ پر وړاندې چې کومې ستونزې موجودې دي له هغي خبر دي او د بیان له آزادۍ څخه به ملاتړ وکړي.

د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۲۵مه)‌ په دغه کانفرانس کې ژمنه وکړه چې وړاندیزونه به یې په غور اوري او هغه څه چې د حکومت مسؤلیت دی د قانون سره سم به ترې ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله، له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې د تروریستي فعالیتونو د تبلیغ له پاره زمینه برابره نه کړي. هغه وویل: «په هیڅ حالت کې باید اجازه ور نه کړل شي چې رسنۍ د تروریستانو د تبلغیاتو په خدمت کې قرار ولري. دا یو ملي مسؤلیت دی او تاسو ورته متوجه یاست.»

خو خبریالان وایي کله چې یوه پیښه رامنځ ته کیږي، رسنۍ مسوولیت لري چې د اطلاع رسولو له پاره هڅې وکړي خو په وینا یې حکومتي ویندویان پر خپلو مسوولیتونو عمل نه کوي او د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه نه وايي.

د تاوتریخوالي زیاتوالی

دا په داسې حال کې ده چې د هر کال په تیریدو د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیریږي. «نی» یا په افغانستان کې د آزادو رسینو د ملاتړ ادارې ارقام ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۶۴ سلنه ډیرې شوې دي. خبریالان اندېښنه ښيي چې د نویو تندلارو ډلو لکه داعش ظهور، د خبریالانو پر وړاندې لا جدي گواښونه متوجه کړي.

د رسنیزو ادارو بنسټونه وایي چې په تیرو دولسو کلونو کې حکومت تل شعارونه ورکړي دي چې له رسنیو او خبریالانو څخه به ملاتړ وکړي ولې په وینا یې په عمل کې دغه شعارونه نه دي تطبیق شوي. په تېرو ۱۳ کالو کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، لسګونه خبریالان وژل شوي او سلګونه نور وهل شوي او ګواښل شوي دي خو د هغې عاملین نه دي تعقیب شوي.

د نی له مسوولینو څخه صدیق الله توحیدي په دغه کنفرانس کې وویل چې حکومت دې په عمل کې ثابته کړي چې له خبریالانو ملاتړ کوي. هغه وویل: «موږ هیله من یو چې دا فاصله له منځه یوړل شي. موږ باید په عمل کې وګورو چې کله یو خبریال وهل او ګواښل کیږي او مسووله ارگانونه پرته له کوم ځنډ څخه هغه د قانون منگلو ته سپاري، نو دا به په دې معنی وي چې حکومت زموږ له همکارانو ملاتړ کوي.»

په پام کې ده چې د رسنیزو فعالیتونو په هکله د انديښنو او ننگونو په تړاو د رسنیزو بنسټونو وړاندیزونه د دوه ورځني کانفرانس په پای کې د حکومت او نړیوالې ټولنې په اختیار کې ورکړل شي.