1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رایو د تفتیش پروسه د اختر تر څلورمې وځنډېده

خليل الرحمن اُميد۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي دي چې دغه پروسه د دواړو نوماندانو د تخنیکي ټیمونو د اختلافاتو له کبله ځنډېدلې ده.

https://p.dw.com/p/1CjM3
انځور: Reuters

که څه هم د جانکري په راتګ سره د دواړو نوماندانو تر منځ د ستونزې د هواري یادونه په وار وار وشوه خو اوس یو ځل بیا له پروسې وتل او مرورتیا ډیره شوې ده.

د دوهم پړاو ټاکنو د ټولو رایو د څېړلو له پروسې لس ورځې اوړي خو تر اوسه له ۲۳زه محلونو څخه یواځې د یوزره پنځه سوه او شپېتو محلونو رایې څېړل شوې دي.

د ټاکنو د خپلوا ک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اختلافاتو له کبله په پروسه کې د دریم ځل ځنډ خبر ورکړ.

نورستاني وویل مدیریت یې ښه روان دی خو د دواړو نوماندانو د تخنیکي ټیمونو له لورې رامنځته شوي اختلافات لامل شوي چې د تفتیش په پروسه کې ځنډ رامنځ ته شي: « موږ لنډمهاله د تفتیش پروسه د اختر تر څلورمې ځنډوو، او هغوی ته یوه زمینه په واک کې ورکوو چې د هرې مادې پر سر د نظر ټکر لري هغه هوار کړي او وروستۍ پرېکړه موږ ته راولیږي.»

د کمېسیون مشر وايي د اختر تر څلورمې باید دواړه نوماندان پر هغو دیارلسو مادو سره جوړ شي چې د رائیو د باطلولو له پاره ټاکل شوي دي.

هغه همدا شان په پروسه کې د ځنډ یو بل لامل هم د بهرنیو ناظرینو کمښت په ګوته کوي او له نړیوالي ټولنې غوښتنه کي چې د اختر تر څلورمې دې لوی شمیر څارونکي ورته راولیږي تر څو پروسه په چټکۍ سره پر مخ لاړه شي.

د عبدالله تیم بیا له کمیسیون څخه وتلی دی

د هغه په باور تر دې دمه له ۲۱ ولایتونو څخه د رایو صندقونه مرکزي دفتر ته راوړل شوي او د پاته ولایتونو دهغو په راوړلو کار روان دی.

نن یو ځل بیا له پروسې څخه د ډاکټر عبدالله عبداالله تخنيکي ډله وتلې او د همدې ډلې یو تن غړی جنرال امرالله امان یې دلیل په پروسه کې له ۱۶ کورنیو او بهرنیو معیارونو څخه ۱۲ او ۱۶ معیار نه پلی کیدل په ګوته کوي.

امان وویل: «متاسفانه چې له تېرو نهو ورځو راهیسې موږ ته د دغو دوو مادو په اړه جزئیات نه د یوناما او نه هم د ټیمونو له خوا راکړل شوي دي. او د همدغو دوو مواردو له کبله پروسه ځنډېلې چې په دولسمه ماده کې د ورته چیک مارک نښې ته اشاره شوې»

Bildergalerie Afghanistan Wahlen Neuauszählung 19.7.2014
انځور: DW/H. Sirat

دوی وايي تر څو چې پروسه د ټولو معیارونو سره برابره پر مخ لاړه نه شي هغوی به یې څارنې ته زړه ښه نه کړي.

په ورته وخت کې د بدلون او دوام د ډلې یو تن غړی ګلاب منګل وايي چې پروسه کې د ټولو معیارونو او نړیوالو ناظرینو له څارنې سره سمه پر مخ روانه ده خو سیال ټیم یې له دې کبله پروسه پرې ایښې چې په ځینو ځایونو کې دهغوی زیان ډیر شوی دی: « تردې دمه کوم محلونه چې تفتیش شوي دي شپاړس معیارونه ټول تطبیق شوی او له اوله ترننه پورې یې داوم درلوده.»

د ډاکټر اشرف غني ډلې په وار وار ټینګار کړی چې پروسه دې له قانون سره سمه او په بېړنۍ توګه پر مخ لاړه شي.

د پروسې ناپلوه څارنه

ورته مهال د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا غړی نعیم اصغري په پروسه کې ځنډ د ناسم مدیریت له کبله بولي او غوښتنه کوي چې دغه مدیریت چې اوس د دواړو نوماندانو د ډلو په لاس کې دی باید یوناما یا د ټاکنو کمېسیون ته ورپه غاړه شي.

اصغري یاذدونه وگړه: «له لمړې ورځې راهیسې لس ورځې وړاندې چې د ټولو رایو د تفتیش پریکړه وشوه موږ په دې باور و چې کړنلاره باید موجوده وي خو متاسفانه چې کړنلاره چمتو نه شوه او هره شېبه به د یوې ډلې له خوا پروسه ځنډول کېده.»


د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور د اختر له پاره یواحې دوه ورځې رسمي رخصتي اعلان کړه خو نن د همدې کمېسیون مشر وویل چې د اختر په څلورمه به د تفتیش چارې بیا پیل شي.